د هلمند دکرنې رییس؛ د سویابینو کرکېله د هلمند له اقلیم سره برابره ده او نړۍوال بازار لري

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۲۵
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په لړ کې، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي همکارۍ د سویابینو د کرنیز محصول د ترویج او پراختیا پروګرام په بریالیتوب سره عملي شوی دی. د دې پروګرام له لارې په مرکز لښکرګاه او درې ولسوالیو کې ۵۶۰ کروندګرو ته د سویابینو تخمونه، تور او سپینې سرې وېشل شوي او د روزنیزو پروګرامونو له لارې بزګرانو ته اړینې لارښوونې ورکړل شوې.

۲۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په لړ کې، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي همکارۍ د سویابینو د کرنیز محصول د ترویج او پراختیا پروګرام په بریالیتوب سره عملي شوی دی. د دې پروګرام له لارې په مرکز لښکرګاه او درې ولسوالیو کې ۵۶۰ کروندګرو ته د سویابینو تخمونه، تور او سپینې سرې وېشل شوي او د روزنیزو پروګرامونو له لارې بزګرانو ته اړینې لارښوونې ورکړل شوې.
د پروګرام د ارزونې په موخه، د هلمند د کرنې رییس مولوي نیازمحمد وهاج، د مرکز لښکرګاه د ترویج عمومي مدیر قاري مسلم، د بزګرانو د ټولنې مشر سیدرحیم رحیمي، د «اف.اې.او» مسؤلینو او ګڼ شمېر بزګرانو په ملتیا د بولان سیمې د سویابینو کروندو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د کروندو وده او نمو د ستاینې وړ وبلله او وویل، چې بزګران د ښه حاصلاتو هیله لري.
مولوي وهاج د کروندګرو غوښتنې او ستونزې واورېدې او د اړینو مرستو او ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
یاد محصول د کورنیو بازارونو ترڅنګ نړۍوالو بازارونو ته هم لار لري او د هلمند د خاورو، اوبو او هوا سره یې بشپړ توافق ښودلی دی، چې دا د ولایت د بزګرانو لپاره د اقتصادي پراختیا یوه مهمه زمینه بلل کېږي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها