هلمند کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۸
هلمند کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د یاد ولایت دمرکز لښکرګاه ښار د مختار په سیمه کې بزګرانو ته د جوارو د تڼې چینجي، د سپیرکي کنې او د سیاقاق ناروغیو د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړ.
په دې غونډه کې کروندګرو ته هغه کیمیاوي درمل معرفي او ور وښودل شول، چې د یادو آفتونو او ناروغیو د له منځه وړلو تر څنګ چاپېریال ته هم لږ زیان رسوي.
همدارنګه بزګرانو ته لارښوونه وشوه، چې د ښه حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره باید د آفتونو او ناروغیو د مخنیوي بنسټیزې لارې لکه نوبتي کرنه، د مقاوم تخم کارونه، د تخم درملنه، د پاک تخم کرل، د کرنې پر وخت او په سمه اندازه ترسره کول، د اوبو منظمه کارونه او د حیواني او کیمیاوي سرو په خپل وخت او اندازه استعمال په پام کې ونیسي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها