نورستان کې پر ۲۰۵۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سرې ووېشل شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۱۳:۵۳
نورستان کې پر ۲۰۵۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سرې ووېشل شوې

۲۶ لېندۍ ۱۳۹۸
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د واینت وایګل ولسوالۍ پر ۲۰۵۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي. ددغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو لوړوالی دی.
د نورستان دکرنې ریاست چارواکي وایي، دغه مرستې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ چمتو شوې وه، پر دغو ۲۰۵۰ بزګرانو پر هر یوه بزګر د غنمو ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلو ګرامه توره سره (DAP) او ۵۰ کيلو ګرامه سپينه سره (يوريا) وېشل شوي دي. د چارواکو په خبره د غنمو یاد اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې په وړیا توګه پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي.

له دغو مرستو څخه برخمن شوي کروند ګرو د مرستې په ترلاسه کولو خوښي وښودل او ډاډ يې ورکړل، چي په خپلو مځکو کي به يې کري.

د نورستان د کرنې ریاست وایي ددې مرستې لړۍ به دوام ولري او په راتلونکي کې به پرنورو بزګرانو هم ورته توکي ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۲ - ۱۵:۴۴
Background image

وزیر زراعت از ولسوالی‌های قرقین و خماب جوزجان بازدید کرد

۲۱ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش

مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، به ولسوالی‌های قرقین و خماب ولایت جوزجان سفر کرد و از وضعیت زراعتی، آبیاری و تخریبات ناشی از دریای آمو در این مناطق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۷:۳
Background image

کمپاین نهال شانی در ولسوالی شیبر ولایت بامیان برگزار شد


۲۰ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت بامیان کمپاین نهال شانی را در ولسوالی شیبر به منظور ترویج کاشت نهال‌های مثمر و غیرمثمر آغاز نمود.
 این کمپاین با حضور ولسوال شیبر، کارمندان ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۵:۵۶
Background image

جلسه هماهنگی ریاست زراعت آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با موسسات همکار

۲۰ حمل ۱۴۰۳ هـ.ش
ریاست زراعت آبیاری و مالداری ولایت سمنگان به منظور هماهنگی در راستای مجادله با ملخ‌های مضره در سطح ولایت، جلسه‌ای با حضور موسسات همکار برگزار نمود.
در این جلسه که. . .

BACK TO NEWS