غزني کې د ۱۳ کانالونو د بیارغونې او ۱۰ کانالونو د پاک‌کارۍ پروژې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۴۳
غزني کې د ۱۳ کانالونو د بیارغونې او ۱۰ کانالونو د پاک‌کارۍ پروژې پیل شوې

د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «پي،آی،ان»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د ایټالیا هېواد په مالي ملاتړ، «د کرنیزو خطرونو مدیریت او په افغانستان کې د دوامدارې اوبه لګونې اسانتیاوو» تر عنوان لاندې پروژه په مالستان او اجرستان ولسوالیو کې پیل کړه.
یاده پروژه، چې د ۲۰۲۵م کال تر پایه تطبیقیږي، موخه‌یې د وچکالۍ، سېلابونو او اوبو کمښت په وړاندې د کلیوالي ټولنو ملاتړ، د کرنیزو اوبو د مدیریت ښه‌والی او د کرنیزو ځمکو حاصل‌خېزي ده.
د مالستان ولسوالی د یوه کانال د پرانیستې په مناسبت، یوه غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د ولسوالی سیمه‌ییزو چارواکو، د کرنې ریاست تخنیکي ټیم، د «پي،آی،ان»  مؤسسې مسؤلینو او د سیمې مشرانو ګډون کړی و. په غونډه کې د کرنې ریاست سلاکار وحیدالله باختري د پروژې جزئیات او د کانالونو ارزښت تشریح کړل. ښاغلی باختري وویل، چې په دغو پروژو کې د ۱۳ کانالونو بیارغونه او د لسو کانالونو پاک‌کارۍ، چې د ۱۳ کانالونو له ډلې ۷ کانالونه به په اجرستان او ۶ کانالونه به په مالستان ولسوالی کې بیارغول کېږي شامل دي، دغه راز د پاک‌کارۍ چارې به د یوې میاشتې لپاره ۱۰۰ مستحقو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او هر کارکوونکی به د ۲۲ ورځو کار په بدل کې ۷۲ یورو معادل افغانۍ ترلاسه کوي. ددغو پروژو ټولیز لګښت ۱۷۶ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي، چې د تطبیق موده یې شپږ میاشتې ټاکل شوې ده.
ددغو پروژو په پلي کېدو سره له ۵۰۰ زیاتو کورنیو به د طبیعي افتونو، لکه وچکالۍ، اوبو کمښت او سېلابونو پر وړاندې ملاتړ وشي. شاوخوا ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه شي، د شاوخوا ۴۰٪ اوبو د ضایع کېدو مخنیوی به وشي او د طبیعي افتونو د خطرونو کچه به راټیټه شي.
یاده پروژه د غزني ولایت د لرې پرتو سیمو لپاره د کرنیز حالت ښه‌والی، د سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړتیا، د خوړو خوندي‌توب او د طبیعي افتونو د مخنیوي په برخه کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۷
Background image

توزیع مرغ تخم‌گذار و وسایل مرغ‌پروری برای خانواده‌های بی‌بضاعت در بدخشان

۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
در ادامه برنامه‌های حمایتی به هدف بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌های نیازمند، ۶۳۰ قطعه مرغ تخم‌گذار همراه با ۲۱۰۰ کیلوگرام خوراکه غنی‌شده و وسایل ساخت مرغانچه برای ۲۱. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۷
Background image

توزیع زنبور عسل و وسایل زنبورداری برای ۱۰۰ خانواده بی‌بضاعت در بدخشان

۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
در ادامه برنامه‌های حمایتی به هدف بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌های نیازمند، ۲۱۵ صندوق زنبور عسل همراه با وسایل کامل زنبورداری برای ۱۰۰ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۵
Background image

توزیع وسایل زنبورداری در ولسوالی سیاگرد ولایت پروان

۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان با همکاری مؤسسه Soba، برای ۱۰۰ تن از زنبورداران در پنج قریه‌ی چهلان، دوآب، قلعچه، دهن زاب و جوی دختر، وسایل زنبورداری توزیع. . .

بازگشت به خبرها