هلمند کې د شاتو مچیو روزنې کاروبار غوړېدلی

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۹ - ۱۱:۴۴
 هلمند کې د شاتو مچیو روزنې کاروبار غوړېدلی


هلمند چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر یو کرنیز ولایت دى دا مهال دغلته د کرنی او مالدارۍ په برخه کې هڅې او هلې ځلې کړندي شوي دي، چې د نورو برخو ترڅنګ په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې کار وبار هم غوړېدلی دی. په هلمند کې له مچیو څخه د شاتو ایستلو وخت را رسیدلى او دلته د شته سلګونو فارمونو د مچیو حاصل د نورو کلونو په پرتله زیات ښودل شوي دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو په تولید کې د تېرکال په پرتله شپږ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ښاغلي الکو په خبره د هلمند دکرنې ریاست په همکارۍ ددې ولایت بزګرو او بڼوالو ته د شاتو مچیو روزنې ۴۰۰ فارمونه جوړ شوي دي، چې د زرګونه کیلو شاتو د تولید ترڅنګ یې مچۍ اوس دوه برابره تکثیر او زیات شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس وایي، چې په دې ولایت کې به سږ کال ۱۷.۵ ټنه شات تولید شي، چې د تېر کال په پرتله شپږ سلنه زیاتوالی ښیي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په هلمند ولایت کې ۱۶ مټریک ټنه شات تولید شوې وه.
په دې وروستیو کلونو کې په هلمند کې د شاتو مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان، چې په دې ولایت کې د مچیو فارمونه لري، وايي چې د شاتو مچیو په ساتلو سره یې تر ډېره برېده اقتصادي ستونزې هوارې شوې دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.
په دې ولایت کې د شاتو مچیو لرونکي وايي، چې د شاتو مچۍ په کم وخت کې توليد پیلوي او دغه راز د شاتو د مچیو ساتل د اقتصاد له پلوه د ارزښت وړ ګڼل کېږې، ځکه د شاتو مچیو په روزلو سره د زیات شمېر کسانو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی.
د هلمند په سیمه ییزو بازارونو کې په منځنۍ کچه د یوه کیلو ګرام شاتو بیه ۷۰۰ افغانۍ ده. ددې ولایت شات د کابل په ګډون یوشمېر نورو ولایتونو کې هم پلورل کیږي.
په هلمند کې په داسې حال کې د شاتو په تولید کې زیاتوالی راغلې ده، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت د شاتو مچیو د روزنې له فارم لرونکو سره مرستې او همکارۍ کیږي. د دغو مرستو څخه د کرنې وزارت موخه د شاتو د تولید د کچې د زیاتولو ترڅنګ د کورنیو اقتصادي وده او د دوی په اقتصادي وده کې دوامداره مرسته ده.
د شاتو مچۍ ساتل په افغانستان کې مخینه لري او په دې وروستیو کې یې پرمختګ کړی. افغانستان کې د شاتو له مچیو په دوو فصلونو کې ګټه اخیستل کېږي، د اوړي منځ او د مني پیل کې. د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرېدونکي لري.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپيريال لري او دا ددې لامل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.
د چارواکو په خبره د افغانستان د شاتو کیفیت د بهرنیو شاتو د کیفیت په پرتله ښه دي. د دوی په خبره هېوادوال باید د روغتیاي ګټې او مثبتې تغذیې په موخه له کورنيو شاتو څخه ګټه پورته کړي. له کورنیو شاتو څخه ګټه پورته کول د دې لامل کیږي چې تولیدات تر پخوا ښه او معیاري شي او د شاتو مچیو د روزنې لپاره د چاپېریال د اصلاح زمینه برابره شي همداراز ډېر شمېر هېوادوال د شاتو مچیو روزنې او پالنې ته مخه کړي.
د کرنې وزارت د شمېرو له مخې د هېواد په کچهاوسمهال د شاتو مچیو روزلو په برخه کې څه باندې ۴۰ زره کورنۍ کار کوي او د خپلو کورنیو لګښتونه له همدې لارې ترلاسه کوي. د مګړۍ په هېواد کې څه باندې شپږ زره او ۵۱۰ کسان د شاتو مچیو په روزلو بوخت دي او کرنې وزارت د ۸ کوپراتیفونو، ۲۸ ټولنو او یوې اتحادیې په قالب کې د شاتو مچیو روزنکو څخه ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د شاتو مچیو څه باندې ۲۱۳ زره او ۸۳۷ صندوقونه شتون لري خو افغانستان د شاتو مچیو د یو میلیون صندوقونو ظرفیت لري.
د کرنې وزارت په پام کې لري چې، د شاتو مچیو د روزنې د ودې په موخه د بازار موندنې، تولیداتو زیاتوالی، د شاتو صادرولو لپاره د خصوصي سکټور هڅوونه او په نړیوالو معیارونو سره د شاتو مچیو روزنې ته د زمینې برابرولو په پار هلې ځلې وکړي.
افغانستان کې د بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، ننګرهار، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات تر نورو نوموتي شات دي. د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرنۍ سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کيږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.
د شاتو مچۍ:
د شاتو مچۍ یوه ټولنیزه حشره ده، چې د صندوق د ننه په ټولنیز ډول ژوند کوي. د مچیو هر کورنۍ معمولاً له درې ډوله مچیو ملکه، کارګر او نارینه مچیو څخه تشکیل شوې وي.
د شاتو مچۍ خپل خوراک د صحرايي ګلانو لکه د سیچ، سنځلې، سپېلني، عکاسي او دغه راز د شکرو د ونو له پاڼو برابروي او په یو کال کې دوه ځلې حاصل ورکوي.
د شاتو مچۍ په ډله کې ژوند کوي، هره ډله یوه ملکه لري، دوی ټول سهار راوځي او په ګلانو کینې او شیره راټولوي، بیا بېرته صندوق ته راځي او شات ډکوي.د انساني ټولنو برعکس د شاتو مچیو په صندوقونو کې ښځینه مچۍ دي چې واک چلوي، دغه ملکې د هګیو اچولو له کبله تر ټولو مهمې ګنل کېږي.
ملکه په طبیعي ډول پنځه کاله ژوند کوي، کارکوونکې مچۍ ټول نارینه دي او دا د دوی کار دی، چې لاړ شي له ګلانو شیره راوړي، د صندوق او ملکې ساتنه وکړي، نویو مچیو ته خوراک برابر کړي او صندوق پاک وساتي.
د شاتو روغتیایي ګتې
ددې تر څنګ چې شات خوندوره خواړه ده، د انسان روغتیا ته هم ډېرې ګټې لري.
روغتیا پالان وايي، د شاتو خوړل، د انسان د بدن زهرجن او مضر مواد لرې کوي. همدارنګه شات داسې مواد هم لري، چې د انسان جلد یا پوستکی تازه او ښکلی ساتي. شات د نورو خوږو خوړو برعکس د انسان د بدن د اضافي وزن په کمولو کې همکاري کوي.
روغتیايي څېړنې وايي، شات داسې مواد او ویټامینونه لري چې د انسان د بدن اضافي او مضر کولیسټرول ډېریدو ته نه پریږدي.
شات د انسان زړه ښه ساتي: د روغتیايي څېړنو له مخې په شاتو کې د اینټي اکساييډنټس په نوم ماده شته چې، د زړه د رګونو په پاک او خلاص ساتلو کې لویه مرسته کوي.
شات حافظه پیاوړې کوي. په شاتو کې د کلسیم ماده د انسان دماغو یا عصابو ښه ساتلو ته خورا ګټوره ده.
د څېړنو له مخې په ورځني ژوند کې د شاتو خوړل انساني حافظه پیاوړې کوي او تر څنګ يې د رواني کړاو په کمولو کې هم مرسته کوي.
شات د انسانانوخوب منظموي: په شاتو کې ځنې داسې مواد شته چې د انسان د خوب په منظم کولو کې مرسته کوي.
هره ورځ په خالي معده له اوبو سره د شاتو څښل معدې نه مکروبونه لرې کوي، چې له امله يې معده ښه فعالیت کوي. همدارنګه شات د معدې زخم د ښه کولو په برخه کې هم مرسته کوي او د هضم سیستم هم جوړوي. د وینې د نورمال حالت او د فشار ساتلو لپاره شات ګټور خواړه دی. د وینې د فشار د ناروغانو لپاره د شاتو په باقاعده توګه خوراک د زړه ځواک زیاتوي په بدن کې د وینې د معمولې کولو لامل ګرځي، سر بېره پرې په بدن کې د نورو ناروغیو په وړاندې داخلي دفاع پیاوړی کوي.
شات د ګڼو نورو روغتیايي ګټو تر څنګ داسې مواد هم په ځان کې لري، چې په ستوني یا مرۍ کې درد او نورې ستونزې حلوي. هغوی چې د ستوني له ستونزې کړیږي په نیم ګیلاس اوبو کې دې یوه چای خوري قاشوغه شات واچوي او بیا دې وڅښي ورسره به روغ رمټ شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۹
Background image

توزیع خوراکه حیوانی را برای‌ ۶۰ فامیل مالدار در دو ولسوالی ولایت کابل 

۶ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
 ریاست زراعت در همکاری کمیته هالند به منظور  بخش رشد و انکشاف سکتور مالداری به ۶۰ فامیل مالدار در در ولسوالی‌های میربچه کوت و گلدره ولایت کابل خوراکه حیوانی توزیع کرده. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۶
Background image

کنترول و بررسي از مراکز جمع آوري پشم و کشمیره ولسوالی بغلان مرکزی

۶ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
 کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان از ۲۶ مرکز جمع آوری پشم و کشمیره که  به همکاري دفتر کمیته هالند براي افغانستان و کمک مالي دفتر دی آی ایجاد شده است. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۲
Background image

به ۷۰ مالدار در ولسوالی دهدادی ولایت بلخ خوراکه چاق کننده حیوانات توزیع شد 

۶ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
 ریاست زراعت ولایت بلخ درهمکاری کمیته هالند برای افغانستان  برای ۷۰ تن از مالدارن ولسوالی دهدادی ولایت بلخ به مقدار 7 هزار کیلوگرام خوراکه کانسنتریت چاق کننده حیوانات. . .

BACK TO NEWS