د کندهار ارغنداب کې د طبیعي بوټو ساتنې دوه ورځنی کمپاین ترسره شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ارغنداب ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د څړځایونو د تنظیم ټیم په مشرۍ دوه ورځنی کمپاین ترسره شو. دغه کمپاین د طبیعي بوټو، رودخونو او څړځایونو د ساتنې او عامه پوهاوي لپاره د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ترسره شو.
د کمپاین په ترڅ کې څلور کسان د طبیعي بوټو د پرېکولو په تړاو ونیول شول او اړوندو ارګانونو ته وسپارل شول. د مسؤلینو په وینا، د کمپاین پر مهال د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د طبیعي زېرمو، څړځایونو او رودخونو د ارزښت او ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
په پای کې د طبیعي زېرمو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وشو او خلک د دې شتمنیو د تخریب او زیانمنولو په کلکه منع شول.
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي چې د طبیعي بوټو او سرچینو د تخریب د مخنیوي لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې دي. دغه ریاست ژمن دی، چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د هېواد طبیعي شتمنیو ته زیان ورسوي.