د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست د اوبو مدیریت او کارموندنې په موخه بېلابېلې پروژې پیل کړې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۶
د میدان وردګو ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ستارز مؤسسې په تخنیکي مرسته او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادراې «اف اې او» په مالي همکارۍ په نرخ، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو کې د اوبو مدیریت او کارموندنې پروژې پیل کړې، چې پکې د چکډېمونو او ترنچونو کوچنۍ ساختماني پروژې او د کار په مقابل کې د نقدو پیسو پروژې شاملې دي.

د میدان وردګو ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ستارز مؤسسې په تخنیکي مرسته او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادراې «اف اې او» په مالي همکارۍ په نرخ، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو کې د اوبو مدیریت او کارموندنې پروژې پیل کړې، چې پکې د چکډېمونو او ترنچونو کوچنۍ ساختماني پروژې او د کار په مقابل کې د نقدو پیسو پروژې شاملې دي.
د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست د ستارز مؤسسې او «اف اې او» په همکارۍ، د اوبو د مدیریت او خلکو ته د کارموندنې په موخه ګڼې پروژې پیل کړې دي. دا پروژې، چې مخکې د ستارز او طبیعي سرچینو کارمندانو په همکارۍ سروې شوې وې، اوس یې عملي چارې په نرخ، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو کې پیل شوې. د دې پروژو په لړ کې د ګودر، حوض، کاریزونو او د کالیو مینځلو ځایونو ۱۵ کوچنۍ ساختماني پروژې او په واترشېډ برخه کې د ۷۲زره ترنچونو جوړول او ۲۵ د ګبیونو چکډېمونو جوړول شامل دي.
د پروژو ټولیز لګښت ۳۱۵ زره او ۳۶۲ امریکایي ډالر دی. د دې پروژو له لارې یوزر او ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. چې هر کس ته به د یادو پروژو تر بشپړېدو چې څلوېشت ورځې کېږي، د ۲۰۰ ډالرو معادل نقدې افغانۍ ورکړل شي. د کرنې ریاست موخه د اوبو مدیریت، بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرول او خلکو ته د کارموندنې زمینې برابرول دي، ترڅو د میدان وردګو ولایت کرنیزه وده وکړي او د ځمکې لاندې اوبو په تقویه کې پرمختګ رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۳۸
Background image

افزایش کشت تربوز در ولایت لوگر

۳ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت و مالداری ولایت لوگر از افزایش کشت تربوز در این ولایت خبر می‌دهند. به گفته آنان، در سال جاری، بیش از ۳۶۵ هکتار زمین در مرکز و ولسوالی‌های این ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۲۷
Background image

آغاز به‌کار یک باب کلینیک صحی حیوانی در ولسوالی پریان

۳ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
به‌منظور بهبود خدمات صحی حیوانی و رسیدگی بهتر به مشکلات مالداران، یک باب کلینیک صحت حیوانی در قریه کرپیتاب ولسوالی پریان ولایت پنجشیر افتتاح شد.
به اساس مکتوب رسمی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۱۹
Background image

ایجاد ۱۰ قطعه نمایشی شالی به سیستم قطاری در ولسوالی کشم ولایت بدخشان

۳ سرطان ۱۴۰۴  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان در چوکات پلان وزارت زراعت، به هدف ترویج شیوه‌های نوین کشت و افزایش حاصلدهی زمین‌های زراعتی، ۱۰ قطعه نمایشی شالی را در قریه. . .

BACK TO NEWS