د میدان وردګو ولایت دکرنې نوی رییس معرفي او خپلې چارې پیل کړې  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۶:۳۹
د میدان وردګو ولایت دکرنې نوی رییس معرفي او خپلې چارې پیل کړې  

۲۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو لایت نوی رییس مولوی نیاز محمد عابد، د یوې غونډې په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې کارکوونکو ته تر پېژندنې وروسته خپلې چارې پیل کړې.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو ولایت مرستیال والي مولوی سیدالرحمن حافظ، یوشمېر سیمه ییزو چارواکو او د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کارکوونکو گډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د میدان وردګو ولایت مرستیال والي مولوی سیدالرحمن حافظ خبرې وکړې وې ویل: «ادلون بدلون په هر نظام کې یو اصل دی او موخه یې د هېواد ابادي او اقتصادي پرمختگ وي.» هغه زیاته کړه، موږ ټول باید د یوه ځان بسیا افغانستان لپاره په گډه کاروکړو تر څو مو په راتلونکي کې هېواد او هېوداول له هر اړخه په ځان بسیا شي، نوموړي د میدان وردګو ولایت دکرنې پخواني رییس محمد ادریس حنیف خدمات وستايل او نوي رييس ته يې د بريا دعا وکړه .
وروسته د میدان وردګو ولایت د کرنې پخوانی رییس محمد ادریس خنیف خبرې وکړې زياته يې کړه: «تغير او تبديل د يوه نظام او يوې ادارې اصل دې، موږ او تاسې په نظام او حکومت په اډانه او چوکاټ کې د تغيراتو او تبديلۍ شاهدان يو، زه نوی رییس ته په ورسپارل شوی دنده کې برياوې غواړم او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوم.»
ورپسې د میدان وردګو ولایت دکرنې نوی رییس مولوی نیاز محمد عابد، د خبرو پرمهال د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په ټول توان سره به د میدان وردګو ولایت دکرنې او مالدارۍ سکټور د لا پرمختګ او ستونزو هوارولو په برخه کې به هڅه وکړي. همدارنګه هغه د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست له ټولو کارکونکو څخه وغوښتل، تر څو لا په پوره صداقت او رښتنولي سره کار او د خلکو خدمت وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی جهت ترتیب طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵ در وزارت زراعت

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای تخنیکی و هماهنگی به منظور ترتیب و تنظیم طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵، تحت رهبری سید احمد خالد صاحب زاده، رئیس پالیسی و پلان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

بررسی صحی بزهای پروژه «مصونیت غذایی» در ولایت تخار

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار از بزهای تدارک‌شده در چارچوب پروژه "مصونیت غذایی" دفتر میشن ایست، بازدید تخنیکی و صحی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

جمع‌آوری ادویه‌جات تاریخ‌گذشته حیوانی از کابل مارکت هرات

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات اعلام کرد که تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی این ریاست از دواخانه‌های حیوانی در کابل مارکت این ولایت تفتیش و بررسی به. . .

BACK TO NEWS