د ننګرهار دکرنې رییس؛ د ختیځ لبنیاتو وړتیا ۱۰ زره لیټرو ته لوړوو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۰:۷
د ننګرهار دکرنې رییس؛ د ختیځ لبنیاتو وړتیا ۱۰ زره لیټرو ته لوړوو

۱۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن چې د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي یې ملتیا کوله د ختیځ لبنیاتو فابریکي څخه د لیدني پر مهال وویل د ختیځ لبنیاتو فابریکه چې څو کاله وړاندې د ۱۰ زره لیټرو شېدو د پروسس او بسته بندۍ په ظرفیت جوړه شوې، هڅه کوو ۱۰ زره لیټرو ظرفیت ته یې ورسوو.
د ختیځ لبنیاتو فابریکي مدیر خالد خان نعمت د ختیځ لبنیاتو فابریکي ستونزې، لاسته راوړنې، راتلونکي پلانونه، وړاندیزونه او خپلې غوښتنې د کرنې رییس سره شریکې کړې.
خالد نعمت وویل ختیځ لبنیاتو فابریکه چې د ختیځ زون د مالدارانو دلبني محصولاتو د پروسس په پار جوړه شوې خو په اوس وخت کې په بازار کې بې کیفیته او پوډري شېدو د دوی مارکیټ کم رنګه کړي.
ښاغلي نعمت وویل که چېرته د دوی د بازار موندنې ستونزه حل شي نو سلګونه خلکو ته به د کار زمینه برابره کړي.نوموړي د ننګرهار دکرنې رياست څخه غوښتنه وکړه، چې يو ګډ پلاوي دې وټاکل شي ترڅو په بازار کې بې کیفیت لبني محصولات ارزيابي او مخنیوی یې وشي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس د ختیځ لبنیاتو مسؤلینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي محسن وویل هڅه کوي د اړوندو ادارو سره په همغږۍ ددې فابریکي د بازارموندنې ستونزې حل کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی جهت ترتیب طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵ در وزارت زراعت

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای تخنیکی و هماهنگی به منظور ترتیب و تنظیم طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵، تحت رهبری سید احمد خالد صاحب زاده، رئیس پالیسی و پلان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

بررسی صحی بزهای پروژه «مصونیت غذایی» در ولایت تخار

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار از بزهای تدارک‌شده در چارچوب پروژه "مصونیت غذایی" دفتر میشن ایست، بازدید تخنیکی و صحی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

جمع‌آوری ادویه‌جات تاریخ‌گذشته حیوانی از کابل مارکت هرات

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات اعلام کرد که تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی این ریاست از دواخانه‌های حیوانی در کابل مارکت این ولایت تفتیش و بررسی به. . .

BACK TO NEWS