د هملند دکرنې رییس د صنعت او سودګرۍ وزارت له پلاوي سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۹:۴۹
د هملند دکرنې رییس د صنعت او سودګرۍ وزارت له پلاوي سره وکتل

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د صنعت او سوداګرۍ وزارت له راغلي لوړ پوړي پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. 
یاد پلاوي په پیل کې هلمند ته د خپل سفر موخه د کرنې له رییس سره شریکه کړه، هغوی وویل چې غواړي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د کندهار هلمند پر دوه لارې د صنعتي پارک اړوند ٢٠٠٠ جریبه ځمکې د لېږد په پار د یادې ځمکې اوسني حالت وارزوي ترڅو د یاد صنعتي ښارګوټي پاتې کارونه چټک او هرڅه ژر یې عملي چارې پیل شي.
د هلمند دکرنې رییس یاد پلاوي ته د یاد پلان د تطبیق په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ  او ژمنه یې وکړه، چې د مشرتابه حفظه الله د حکم مطابق به په ټول وس او توان سره هڅه کوي ترڅو دغه عام المنفعه پلان په دې ولایت کې په ښه ډول تطبیق شي.
د یادولو وړ ده، چې د هلمند ولایت صنعتي پارک چې پلان یې له وړاندې ترتیب او منظور شوی دی، د ځمکې د انتقال چارې یې په مرکز کې د بشپړېدو په حال کې دی، یاد پلان په  شاخوا ٢٠٠٠ جریبه امارتي ځمکه کې د سلګونو تولیدي فابریکو د رغولو په موخه د لښکرګاه - کندهار پر دوه لارې ډیزاین او ترتیب شوی دی، چې مسؤلین هڅه کوي دغه پلان ډېر پلي شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی جهت ترتیب طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵ در وزارت زراعت

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای تخنیکی و هماهنگی به منظور ترتیب و تنظیم طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵، تحت رهبری سید احمد خالد صاحب زاده، رئیس پالیسی و پلان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

بررسی صحی بزهای پروژه «مصونیت غذایی» در ولایت تخار

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار از بزهای تدارک‌شده در چارچوب پروژه "مصونیت غذایی" دفتر میشن ایست، بازدید تخنیکی و صحی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

جمع‌آوری ادویه‌جات تاریخ‌گذشته حیوانی از کابل مارکت هرات

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات اعلام کرد که تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی این ریاست از دواخانه‌های حیوانی در کابل مارکت این ولایت تفتیش و بررسی به. . .

BACK TO NEWS