هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۸:۳۸
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۱۱۱ مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ دهلمند ولایت د استخباراتو ریاست رییس الحاج مولوی ناظم، د امنیې قوماندانۍ مرستیال الحاج ملا اغاولي نوراني، د کور او ښارجوړولو چارو رییس الحاج مولوي نیک محمدمعتصم، د سرحدونو او قومونو چارو رییس الحاج مولوي عبدالهادي حماد، د هلمند مستوفي الحاج ملا نعمت الله مغیره، د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم او د ځمکو د تنظيم آمریت کارمند انجنیر حامد بشیري هم حضور درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د بولان په سیمه کې د عمري منډوي د ۹.۸۱ جریبه ددې ترڅنګ د سردارګل محمد خان صنعتي ښارګوټي په محدوداتو کې د شخصي او امارتي ځمکو د تفکیک په اړه خبرې وشوې  او په دې اړه مربوطه مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې. 
همدارنګه په یاده ناسته کې دبولان په سیمه کې د بلاکونو ځمکې د تصفیې په اړه، ددې ترڅنګ په دغه ناسته کې  د مرکز څخه د مارجې تکثیري فارم د ٧٥٠٠ جریبه ځمکې راغلي راپور په اړه په مفصل ډول بحث او خبرې وشوې او د یادې موضوع د اصلاح په پار اړونده کارمندانو ته لازمې لارښوونې وشوې.
وروستیو کې د تخنیکي پلاوي لخوا په یو شمېر انفرادي عرایضو خبرې وشوې، په دې اړه پریکړه وشوه چې یاد موضوعات دې د ارتباط له حیثه مربوطه ادارو ته د حل په موخه ولېږدول شي.
په دغه ناسته کې همدارنګه د تخنیکي پلاوي غړیو په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو هم بحث او خبرې وکړې او د چارو لا ښه بهبود په موخه یې لازمې پرېکړې وکړې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به ولایت کندز جهت بررسی روند خریداری گندم مازاد دهاقین

هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور بررسی و نظارت از روند خریداری و انتقال گندم مازاد دهاقین به ولایت کندز سفر نموده و در جلسه‌ای با رئیس زراعت این ولایت، روی هماهنگی و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۲
Background image

برگزاری جلسه پلان عمل احیا و حفاظت از جنگلات در وزارت زراعت

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای به منظور بررسی و تنظیم پلان عمل احیا و حفاظت از جنگلات کشور، در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی این. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۳۰
Background image

دیدار فنی از ساحات زراعتی قریه قلعه نورخان ولایت پروان

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان فنی و مسلکی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان از باغ‌ها و زمین‌های زراعتی قریه قلعه نورخان ساحه خلازیی دیدار نمودند. این برنامه به اساس هدایت رهبری. . .

BACK TO NEWS