د هلمند څلورو ولسوالیو کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه
۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند ناوې ، ګرشک ، ګرمسېر او نوزاد ولسوالیو څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددغو ولسوالیو په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه.
د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو پلور مخنیوي، په خپل سر د هټيو پرانیستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي دی.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر ؤ او او یایې جوازونه نه درلودل سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او ترڅنګ يې يوه اندازه تاريخ تېر درمل ورڅخه راټول شول.
همدارنګه سپارښتنې ورته وشوې، چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.