د ننګرهار دکرنې رییس د همکارو مؤسسو له چارواکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۳:۲۳
د ننګرهار دکرنې رییس د همکارو مؤسسو له چارواکو سره وکتل

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق                                                     
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کرنې ریاست تر چتر لاندې همکارو مؤسسو سره د کارونو ښه والې په موخه ناسته ترسره کړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د مؤسسو چارواکو ته په ولسوالیو کې د متوازن پرمختګ، ا.ا.ا د اصولو له مخې د کارونو پر مخ وړلو،  اړتیا پر اساس پروژو ډیزاین کولو، مستحقو بزګرانو او مالدارانو انتخابولو سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار دکرنې رییس د همکارو مؤسسو چارواکو څخه وغوښتل، چې د عصري او میکانیزه کرنې په موخه پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، بڼوالۍ ترسره کولو، بزګرانو ته روزنیز ورکشاپونو ورکولو، روڼتیا، کتاري کرنې او عامه پوهاوي په برخو کې مرستې وکړي.
ددې کتنې په ترڅ کې د مؤسسو مسؤلینو خپلې ستونزې، ترسره شوي او روانو فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو د کرنې رییس سره خپل معلومات شریک کړل.
دغه راز د اکشن اېډ موسسې د پریزنټیشن په بڼه خپلې کړنې، لاسته راوړنې، ستونزې او راتلونکي فعالیتونه شریک کړل .
باید وویل شي، چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر خپل چتر لاندې همکارو مؤسسو سره هره میاشت کاري ګروپې غونډه دکارونو همغږۍ په موخه ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۴
Background image

افزایش ۱۰ درصدی حاصلات بادنجان رومی در بغلان 

۲۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان می‌گویند که امسال حاصلات بادنجان رومی در این ولایت نسبت به سال گذشته ۱۰ درصد افزایش یافته است.
براساس معلومات ارائه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

وزیر زراعت با مسئولان ریاست زراعت کندهار نشست هماهنگی برگزار کرد

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفرش به ولایت کندهار، با مسئولان ریاست زراعت این ولایت در تالار ریاست زراعت کندهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به ولایت کندز جهت بررسی روند خریداری گندم مازاد دهاقین

هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور بررسی و نظارت از روند خریداری و انتقال گندم مازاد دهاقین به ولایت کندز سفر نموده و در جلسه‌ای با رئیس زراعت این ولایت، روی هماهنگی و. . .

BACK TO NEWS