شمال زون کې د څړځایونو او غصب شویو ځمکو ستونزې ته د رسېدنې په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۳:۲۵
شمال زون کې د څړځایونو او غصب شویو ځمکو ستونزې ته د رسېدنې په پار غونډه دائره شوه

۶ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمداسماعیل په مشرۍ پلاوی، چې په ترکیب کې یې د سترې محکمې استازی شیخ عبدالصمد، د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم، د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو لوی رییس او د کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو رییس مولوی عبدالاحد خلیل شامل دي، شمال زون کې د څړځایونو او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو د ستونزې د حل په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړه.
 د دی سفر په ترڅ کې د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا ترڅنګ د شمال زون په کچه د علماءشوراء رییسانو، د استیناف محکمو رییسانو، د عدلیې رییسانو، د امارت قضایاوو امرینو، د کندز ولایت د کرنې رییس مولوی امان الله حسن او د شمال زون د نورو ولایتونو د کرنې رییسانو سره د غونډې په ترڅ کې د شمال زون په کچه د څړځایونو او غصب شویو ځمکو د ستونزې د حل په موخه خبرې اترې وکړې.
د غونډې په پیل کې د سترې محکمې استازی شیخ عبدالصمد وویل: «د ځمکې د غضب د مخنیوي او غضب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون غړو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له لوري حکم او هدایات شوی، ترڅو شمال زون ته سفر ترسره کړي او دلته د ځمکې د غضب مخنیوي په موخه حل لاري د مسؤلینو ترڅنګ ولټوي، د ولایتونو، قومونو او ولسونو ترمنځ چې د ځمکې پر سر کومې ستونزې پیدا شوي باید ورته د حل لار پیداشي، ځکه غضب شوي ځمکې ټولې دولتي دي، نو هیڅوک دا حق نه لري، چې د هغې په سر جنجالونه وکړي».
شیخ عبدالصمد دغه راز وویل، چې په شمال زون کي د تېرو حکومتونو له لوري پر ولس سخت ظلمونه شوي، د دوی شخصي ځمکې غضب او حق یې خوړل شوی، د افغانستان اسلامي امارت د همدې ولس په زور راغلی، نو باید موږ خپل خدمات په رښتنې ډول ورته وړاندي کړو او د دوی د ستونزو لپاره جدي ګامونه پورته کړو.
په همدې حال کې د عدلیې وزارت د امارت قضایاوو لوی رییس او د کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق په شمال زون کي د ټولو هغو مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د غضب د مخنیوي او د ستونزو د حل په موخه یې هر ډول سختو شرایطو کي پوره خواري کړې او په دې برخه کي یې د ولس او امارت سره همکاري کړې د.
ښاغلی وثیق دغه راز زیاته کړه: «شمال زون چې د هېواد په کچه ولسونه په جبر سخت ځورېدلی او د دوی شخصي املاک غضب شوي، باید د ټولو مسؤلینو په ګډه همغږۍ په دې برخه کي مشورې او نظرونه له یو بل سره شریک کړو، چې ولس ته اسانتیاوې رامنځته شي، د خلګو شخصي او عامه شتمنۍ په کې زیانمنې نشي او شخصي املاکو ته د شخصي املاکو په سترګه وکتل شي، اوس د دې وخت راغلی، چي په څه ډول د دې مشکلاتو څخه ځان وباسو او حل لارې ورته ولټوو».
مولوي احسان الله وثیق دغه راز وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د راتګ څخه بیا تراوسه پورې دوه میلیونه جریبه ځمکه د غضب څخه خلاصه شوې، ۵۰۰ میلیونه افغانۍ، ۲۹ میلیونه ډالر او ۹ میلیونه یورو د قضایای امارت په وسیله راګرځول شوي او بیت المال ته سپارل شوي دي.
په همدې حال کې د بلخ والي حاجي محمدیوسف وویل، چې په شمال زون په ځانګړې توګه په بلخ ولایت کي څړځایونه او غصب شوي ځمکې ډېرې ستونزې جوړې کړي دي، چې ځیني وختونه د دې ستونزو له امله د ولسونو ترمنځ مشکلات او ستونزې هم رامنځته کېږي، نو باید د دې ستونزو د حل په موخه جدي کار وشي او د ټولو حق ورکړل شي.
دغه راز په دې غونډه کې د شمال زون د نهو ولایتونو چارواکو خپل نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې مطرح او ددې زون په کچه د څړځایونو او امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په هلکه هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

آغاز کمپاین کنترول امراض و آفات نباتی در ولسوالی رخه

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر در  ولسوالی رخه کمپاین کنترول و جلوگیری از امراض و آفات نباتی را در شماری از قریه‌جات این ولسوالی آغاز کرد.
این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۹
Background image

دیدار رئیس زراعت پنجشیر با مسئول کمیته صلیب سرخ پیرامون تداوم همکاری‌ها در بخش زراعت

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
قاری فضل‌الله دیوبند رئیس زراعت، آبیاری و مالداری در یک دیدار رسمی با هدایت‌الله ساحل مسئول کمیته صلیب سرخ و هیئت همراهش در مقر این ریاست دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

سفر هیئت تخنیکی به کندز برای سروی و تثبیت چراگاه‌ها

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور سروی، تشخیص و تثبیت چراگاه‌های ولایات شمالی کشور، پس از ولایت بغلان به ولایت کندز سفر کرد. 
این هیئت به رهبری. . .

بازگشت به خبرها