دهلمند ولایت ناوې او بهرامچې ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
٢۶ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ناوې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت مسؤلینو له لوري، د جرنامو په سیمه کې د امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه
په یاده سیمه کې یوشمېر غاصبینو غوښتل چې امارتي ځمکه کې غاصبانه تصرفات وکړي او هلته نوې ابادۍ ورغوي چې هممهاله د یادې ولسوالی د کرنې چارواکو د اړونده امنیتي حوزې د مسؤلینو په همکارۍ د غاصبینو مخه ونیول او دغصب اثار یې له منځه یوړل شول.
همدارنګه د بهرامچی ولسوالی په ځینو سیمو کې هم ځایي خلکو غوښتل چې په امارتي مځکو کې په خپل سري ډول کورونه جوړ کړي، چې پر وخت یې د کرنې چارواک لخوا مخه ونیول شوه.
د یادونې وړده، چې هلمند کې تر دې وړاندې هم د زرګونه جریبه ځمکو د غصب مخنیوی شوی دی، چې دغه لړۍ به د مرکز لښکرګاه په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې ادامه ولري.