اطلاعاتو ته د لاس رسی نړیواله ورځ مو مبارک شه

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۷ - ۱۳:۵۳
 اطلاعاتو ته د لاس رسی نړیواله ورځ مو مبارک شه

۷ تله ۱۳۹۸
د سپټامبر ۲۸مه چې د ۱۳۹۸ یم کال د تلي میاشتې له شپږمې نېټې سره سمون خوري اطلاعاتو ته د لاس رسی نړیواله ورځ ده. د نړیوالو ټولنو د موندنو پر اساس د افغانستان، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په نړۍ کې لومړی ځای لري. موږ (د کرنې وزارت) د دې قانون د لا ښه پلي کولو په پار او اړینو اطلاعاتو ته د هېوادوالو د لاس رسي په پار په ټول توان کوښښ کوو او هېوادوالو ته اطلاعاتو ته د لاس رسی د اسانتیا وو برابرولو په برخه کې تل هلې ځلې کوو.
په دې لار کې، د سندونو د منظمولو او د غوره لاس رسي په پار برېښنایي ارشیف جوړول، مراجعینو لپاره د چټکو چوپړونو د وړاندې کولو په پار د عامه اړیکو دفتر جوړول، انلاین مخاطبینو لپاره د اطلاعاتو د بانک پراختیا، نوي اطلاعاتوته د لاس رسي د زمینې برابرولو په پار ۱۴ انلاین معلوماتي سیسټومونه په لاره اچول، د لومړي ځل لپاره په ټولو دویمو نهادونو کې (د ۳۴ ولایتونو ریاستونه) د اطلاع رسونې د مرجع مسوولین معرفي کول، اطلاعاتو غوښتونکو ته دقیق او پر وخت ځواب ورکول، د وبپاڼې په خپراوي کې د قانون رعایتول، مخکیني اطلاعات خپرول او تر ټولو مهمه پرته له خنډ او ځنډ څخه هېوادولو ته د اطلاعاتو په وړاندې کولو کې ټیمي او فردي ژمنتیا، هغه کړنې دي چې د کرنې په وزارت کې تر سره شوي دي.
اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د پلي کولو په برخه کې یاد فعالیتونه، ددې لامل شو، چې اطلاعاتو ته د لاس رسی د کمیسیون د ارزونو په پایله کې په روان کال کې د ټولو بودیجوي واحدونو تر منځ د کرنې وزارت وکولای شو، چې د اطلاع رسونې په برخه کې لومړی ځای خپل کړي.
موږ په دې بارو یو چې لا هم اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون د ښه پلي کولو او هېوادوالو ته د دوی د دې حق د لاس رسي اسانتیاوو برابرولو په پار لا ډېر کار ته اړتیا شته چې باید تر سره یې کړو. د کرنې وزارت د برېښنایي ارشیف د غني کولو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او د اطلاع رسونې کاري ټیم هم هلې ځلې کوی، چې د دوی په خپرونو او کارونو کې په قانون کې ترټولو کوچنی مورد هم عملي کړي.
د روڼتیا ایجادولو او فساد سره د مبارزې د مهم عنصر په توګه اطلاعاتو ته د لاس رسی پرحق باور من یو او په دې اند یو، که ټولې چارې د هېوادوالو له نظره تېرشي د نهادونو فساد او نه کړنې به تر ټولو ټېټې کچې ته ورسیږي.
اطلاعاتوته د لاس رسی نړیواله ورځ ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه خبریالانو، رسنیو او څېړنیزو نهادونو ته دې مبارک وي.
په درنښت
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر
نصیر احمد درانی

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۲۲
Background image

توزیع پول نقد برای بیش از ۲۰۰ کارگر پروژه‌های معیشتی در دایکندی

2 سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی از روند توزیع پول نقد برای کارگران پروژه بهبود معیشت روستایی و حمایت از پایداری در برابر تغییر اقلیم در قریه‌های بوکله، جرف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۳:۵۹
Background image

به باغداران و دهاقین ننگرهار به‌منظور جلوگیری از امراض و مدیریت بهتر باغ‌ها آموزش داده شد

۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
کارمندان مدیریت‌های ترویج ولسوالی‌های هسکه‌مینه، نازیان، کوزکنر و مومندره مربوط ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، در قریه‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۲۳
Background image

به هزاران خانواده در ولسوالی کامدیش نورستان برای تقویت کاروبارهای کوچک زراعتی کمک نقدی توزیع شد

۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
در هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان، با همکاری تخنیکی مؤسسه برنامه توسعه و بازسازی روستایی و حمایت مالی برنامه جهانی. . .

بازگشت به خبرها