د کرنیزو چارو د میکانیزې ریاست
لنډه پیژندنه:
د کرنیزو چارو د میکانیزې ریاست په ۱۳۵۹ کال کې د کرنې په پرمختللې بڼه او د کرنې دودیز سیستم په پرمختللي او ماشیني سیستم بدلولو په پاره د کرنې وزارت په اډانه کې رامنځ ته شوی دی. په پیل کې یې خپل فعالیت د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بودیجوي واحد او یا هم د تصدی په بڼه پیل کړی دی.
د خپل پراختیايي پلان پر بنسټ هر کال د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې نوي ستیشنونه رامنځ ته کوي او د د ماشینری په بڼه خدمتونه وړاندې کوي.
دغه ریاست له ۱۳۶۶ څخه تر ۱۳۷۳ کال پورې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې فعاله شتون درلود، خو د وخت د اړتیا په اساس یی په ۱۳۷۳ کال کې په حقوقي ډول له تصدی څخه د بودیجوي واحد په توګه اوښتون کړی دی.
دمګړی دا ریاست د ۲۷۲ فعالو او شپږ عرادې کمپایني تراکټورنو په لرلو او د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې کروندګرو ته د غنمو د میده کولو(تریشل) ماشینونو په واک کې ورکولو او همدا راز د کوپراتیفونو او د کرنیزو فارمونو په برخه کې په پرمختللې او ماشیني دول سره خدمتونه وړاندې کوي.
د کرنیزو چارو د میکانیزې ریاست موخې:
-
په پرمختللې او ماشیني کرنیز سیستم د دودیز او سنتي کرنیز سیستم بدلول.
-
د کرنیزو ماشینونو رواجول او د دې ماشینونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې روزنه ورکول.
-
په في واحد ځمکه کې، د کرنیزو حاصلاتو په کچه کې لوړوالی رامنځ ته کول.
-
په کرنیزو چارو کې د بیلا بیلو ماشینونو څخه دګټې اخیتسنې په ترڅ کې د تولیداتو په لګښت کې کموالی رامنځ ته کول.
-
په ټاکلي وخت سره د کرنیزو محصولاتو اخیستل.
-
د کرنیزو محصولاتو له ضایع کیدو څخه مخنیوی کول.
-
د کرنیزو حاصلاتو په کچه کې د کیفیت او کمیت له اړخه زیاتوالی رامنځ ته کول.
-
د کروندګرو، کوپراتیفونو لرونکو او کرنیزو فارمونو لرونکو لپاره د ماشینری خدمتونو وړاندې کول.
-
تراکټور چلونکو، ماشین کارانو او میکانیک برخې کسانو ته د لنډ مهاله روزنیزو پرورګرمونو په ترڅ کې روزنه ورکول.
-
د کرنیزو ماشینونو د تیلو د سوځیدنې او نورو اړتیا وړ توکو د معلوماتي لوحو ترتیبول.
-
د هېواد د اکاډمیکو مؤسسو او نړیوالو مؤسسو ترمنځ د اړیکو ټینګول.
-
د کرنیزو بیلا بیلو ماشینونو بیارغونه.
-
د کرنیزو ماشینونو د ساتنې مدیریت کول او همدا راز په فنی او تخنیکي برخو کې د روزنیزو کورسونو پرانیستل.
د کرنیزې میکانیزې ریاست لاسته راوړنې:
-
د موقتې ادارې له رامنځ ته کیدو څخه وروسته د فنی، پرسونلي او ماشینريامکاناتو بیا رغونه.
-
د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د اګرو تخنیکي ستندرد امکاناتو په برخه کې د خدمتونو وړاندې کول.
-
د ایران هېواد د مرستو را جلبول او له هغې څخه مدیریت کول.
-
د دولت د پراختیايي مرستو را جلبول او له هغې څخه مدیریت کول.
-
د ایران هېواد د مرستو په ترڅ کې د کرنیزې میکانیزې مرکزونو بیا رغونه، د اداري ودانیو رغول او په فراه، نیمرزو، قندهار، هلمند، بامیان او کابل ولایتونو کې د تخنیکي ورکشاپونو جوړل.
-
د مرکزي دفتر رغول.
-
د چین هیواد دمرستو را جلبول او د هغې مدیریت کول.
-
په هېوادکې او له هېواده څخه بهر د فنی اود مدیریت په برخه کې د وړتیاوو لوړول.
-
د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د شته امکاناتو په ترڅ کې د ماشینری د ستشنونو پیاوړي کول.
-
له IRD-AVIP-IDIANEW-PRT مؤسسو سره د هېواد د ۲۱ ولایتونو د برګزو او د کوپراتیفونو د غړو لپاره د ۳۸۰۵ عرادې ټراکټورونو د ویش په برخه کي همکاري کول.
-
په ۲۰۱۷ کال کې چین هیواد ته د کرنیزو ماشینونو د ساتنې او مراقبت په برخه کې د روزنې په پار له مرکز او ولایتنونو څخه د ۱۰ کسه کارکونکي لیږل.
-
د ۲۰۱۷ کال په لړ کې هند ته د هیواد په اقتصاد کې د کرنیزو ماشینونو د نقش درلودلو د رزونې په پار د یوه کارکوونکو لیږل.
-
په ۲۰۱۷ کال کې ټایلنډ هیواد د کرنیزو ماشینونو د تخنیک په برخه کې د رزونې په پار ددې ادارې د یوه کارکونکی ته لیږل.
-
د ۱۳۹۵ کال په لړ کې چین هیواد ته د پرمختللي کرنیز اقتصاد د مدیریت په سیمنار کۍ د ګډون په پار ددې ادارې د دوه کارکونکو لیږل.
-
ایران هیواد ته د کرنیزې اقتصادي میکانیزې په برخه کې د روزنې په پار په دریو دورو کې د مرکزي او ولایتي ۳۰ تنه کارکوونکو لیږل.
د کرنیزې میکانیزې ریاست لرلید:
د کرنیزو محصولاتو واردول، د کرنیزو محصولاتو د بیو بدلون او د خوارکی توکو د بنسټیزوالي نه خوندیتوب، له سنتی او دودیزو لارو چارو څخه ګټه اخیستنه،چې د تولیداتو لګښت یې زیات کړی دی او د واردیدونکو محصولاتو پر وړاندې یې د محصولاتو سیالي کمه کړی ده، دا ټول یو له هغه ستونزو څخه دي، چې د هیواد د کرنې وده یې له ستونزو سره مخ کړې ده.
د وخت او ځآی د کنترو ل او د نورو پر اختیايي فکټورنو په شتون او همدار راز په کرنیزو عملیاتي بیلا بیلو مرحلو کې د کرنیزو ماشینونو څخه د ګټې اخیستنې له امله په کرنیزو زیربنايي چارو کې پیاوړتیا رامنځ ته شوې ده، او په پایله کې د کمیت او کیفیت له اړخه د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالی سبب شوي دي.
د کرنیزو چارو د میکانیزې ریاست د کرنې د ودې او یوه خوځنده زیربنايي مټ په توګه د خپلې ۳۷ کلنې تجربې په اساس دا وړتیا لري، چې په هیواد کې د بیلا بیلو کرنیزو ماشینونو څخه د ګتې اخستنې د رواجولو او د اګروتخنیکي ستندرد خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې روزنې ورکړي.
نوموړی ریاست لخوا د د روزنیزو برنامو د جوړیدو له امله په هیواد کې کروندګرو ته ددې وړتیا پیدا کړې ده ، چې له کرنیزو ماشینونوڅخه ښه ګټه واخلي او دغه درسته او په منظم ډول ګټه اخیسته به د هیواد دکرنیزو چارو د ودې او پیاوړتیا سبب شي.
منځ مهاله:
د کرنیزو چارو میکانیزه ریاست د خدماتي او فنی ریاست په توګه ددې جوګه دی، چې کرنیزو ماشینونو مصرفونکي تیلو او ترمیمیاتو څخه د ګتې اخیستنې لاویح او ګړنلارې برابر کړي او د تقنین په برخه کې یې پیاوړی رول ولري. نوموړی ریاست له ماشینونو څخه د ښې ګټې اخیستنې ، ساتنې او له ماشینونو څخه د ښه مدیریت کولو په برخه کې کروندګرو ته د رزونیزو مرکزونو او لنډ مهاله کورسونو جوړلو په برخه کې عمده رول لري.
اوږدمهاله:
په افغانستان کې په پرمختللې بڼه د کرنې رامنځ ته کول یوې زیاتې پانګې اچونې ته اړتیا لري او ددې ستونزې د هواري په پار دولت ځانګړی سکټور رامنځ ته کوي، تر څو وکولای شي، د ځانګړې څانګې د هڅونې په نسبت د قانوني او لارښوونې ورکونې د ملاتړ له لارې په هېواد کې د ماشینری خدمتونه ترسره کړي. د کرنیزو چارو میکانیزه ریاست د ماشینونو په برخه کې د فنی مقررات او لوایحو تدوینولو له امله ددې وړتیا لرلې ده، چې د کرنیزو ماشینونو واردوونکو ته په تخنیکي او فني برخه کې د لارښوونو ورکولو امکانات برابر کړي.
شته پیاوړي امکانات:
د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د فعالو ستیشنونو شتون ، د ۱۰۰ عرادې رایس پلنټر او ۴۹۵ عرادې ټراکټورونو د پلان شامل۲۷۲ عرادو ټراکټورونه ، چې د پتنسیل د زیرمه کولو په صورت کې ددې وړتیا لري،چې د هیواد د کرنیزو چارو د معیارونو برابر او سټندر اګرو تخنیکي خدمتونه وړاندې کړي.