دننګرهار دکرنې رياست:  همکارو برنامو او پروژو سره د مني موسم د بڼوالۍ په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۱۰:۲۱
دننګرهار دکرنې رياست:  همکارو برنامو او پروژو سره د مني موسم د بڼوالۍ په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۴/صفر/۱۴۴۳هـ.ق
۳۰/وږی/۱۴۰۰هـ.ش
د ننګرهار د کرنې، مالدارۍ،  عشر او زکات رئیس په ننګرهار ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د همکارو پروژو او برنامو سره د مني موسم بڼوالۍ، بزګرانو غوښتنو ، عرایضو، ، اهمیت او همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه.  
د ننګرهار د کرنې، مالدارۍ،  عشر او زکات رئیس مولوي عبدالستار محمد د همکارو پروژو او برنامو چارواکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.  
عبدالستارمحمد د اسلام له نظره د بڼوالۍ پر ارزښت،  اقتصادي او ټولنيزو ښیګنو او ګټو خبرې وکړې.  
دننګرهار دکرنې چارسمبال دغه راز وويل چې سږ کال به د منی په موسم کې  د همکارو پروژو او برنامو په مرسته ۱۳۰۰ جريبه بڼونه جوړ شي.
په ورته وخت کې د کرنیزو خدمتونو امر عبدالوارث تاند د بڼوالو انتخاب،  بڼوالۍ ارزښت،  د بڼوالۍ په طرحو،  د تېرکال بڼوالۍ او نورو اړونده مسایلو خبرې وکړې.  
وروسته  د  نیالګیو روزونکو د ټولنې مسول رضوان الله ناصح وویل: "سږ کال ددې ټولنې له لورې د ننګرهار په مختلفو قوریو ۳۷۵  زره اصله د مالټو،  لیمو،  شفتالو،  املوک،  آلوچې،  آنار او اسرایلی چارمغزو تصدیقی بوټي روزلې او دکر لپاره تیار دې،  چې سږکال به د همدي تصدیقي نیالګیو څخه به د ننګرهار بڼوالو ته بڼونه جوړ شي".

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها