دننګرهار دکرنې رياست: همکارو برنامو او پروژو سره د مني موسم د بڼوالۍ په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
۱۴/صفر/۱۴۴۳هـ.ق
۳۰/وږی/۱۴۰۰هـ.ش
د ننګرهار د کرنې، مالدارۍ، عشر او زکات رئیس په ننګرهار ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د همکارو پروژو او برنامو سره د مني موسم بڼوالۍ، بزګرانو غوښتنو ، عرایضو، ، اهمیت او همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه.
د ننګرهار د کرنې، مالدارۍ، عشر او زکات رئیس مولوي عبدالستار محمد د همکارو پروژو او برنامو چارواکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
عبدالستارمحمد د اسلام له نظره د بڼوالۍ پر ارزښت، اقتصادي او ټولنيزو ښیګنو او ګټو خبرې وکړې.
دننګرهار دکرنې چارسمبال دغه راز وويل چې سږ کال به د منی په موسم کې د همکارو پروژو او برنامو په مرسته ۱۳۰۰ جريبه بڼونه جوړ شي.
په ورته وخت کې د کرنیزو خدمتونو امر عبدالوارث تاند د بڼوالو انتخاب، بڼوالۍ ارزښت، د بڼوالۍ په طرحو، د تېرکال بڼوالۍ او نورو اړونده مسایلو خبرې وکړې.
وروسته د نیالګیو روزونکو د ټولنې مسول رضوان الله ناصح وویل: "سږ کال ددې ټولنې له لورې د ننګرهار په مختلفو قوریو ۳۷۵ زره اصله د مالټو، لیمو، شفتالو، املوک، آلوچې، آنار او اسرایلی چارمغزو تصدیقی بوټي روزلې او دکر لپاره تیار دې، چې سږکال به د همدي تصدیقي نیالګیو څخه به د ننګرهار بڼوالو ته بڼونه جوړ شي".