پکتیا کې پر یوشمېر کرنیزو توکو څېړنې روانې دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۵:۵۷
پکتیا کې پر یوشمېر کرنیزو توکو څېړنې روانې دي

۵ زمری ۱۴۰۰
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د چشمه مارانو په څېړنیز فارم کې د غنمو، شړشمو، نخودو، باقلي، عدس او کمینیلا کرل شوې تجربې حاصل اخیستو ته اماده شوي، چې ډېرژر به يې د ډیټا اخیستنې وروستۍ مرحلې هم بشپړې شي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد دین مومند وايي، چې په یاد څېړنیز فارم کې د یادو نباتاتو په بېلابېلو ډولونو باندې د لوړ حاصل ورکوونکو، د چاپېریال سره د پراخ توافق لرونکو او د ناروغیو او افاتو په وړاندې د مقاومو ورایټیو د غوراوي ترڅنګ د تخم او کیمیاوي سرو د مناسبې اندازې معلومولو، د مناسب وخت موندلو او د تخمونو د سمونې په موخه تجربې ترسره کېږي.
د یاد فارم متخصصین وايي، چې تر تجربو لاندې د بېلابېلو کرنیزو توکو تجربوي ډيټا او بېلابېل فکتورونه يې یاداښت کړي، چې ډیټا اخیستنې د وروستۍ مرحلې له بشپړاوي وروسته به يې تحلیل او تجزیه کړي، چې په پایله کې به يې تر ټولو غوره نوعې بزګرانو ته ور وپېژني.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمد دین مومند وايي، چې د کرنې د اصلاح او معیاري کولو لپاره کرنيزې څېړنې د ملا د تیر حیثیت لري، نوموړی زیاتوي چې همدې ته یې په پام سره د چشمه مارانو د څېړنیز فارم د پراختیا او رغونې په برخه کې ځینې پروژې تر کار لاندې دي او د نورو فارمونو د بیارغونې په اړوند هڅې جریان لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

بررسی وضعیت عواید ریاست زراعت سرپل از سوی هیئت وزارت

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، همراه با هیئت موظف به‌منظور بررسی همه‌جانبه وضعیت عواید، شناسایی منابع عایداتی، بررسی باقیات. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

ننګرهار کې د متوازنې پراختیا او اغېزمنو پروژو د تطبیق په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ، د دې ادارې تر چتر لاندې له همکارو مؤسسو او تمویل کوونکو ادارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۹
Background image

در فیض‌آباد دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی ایجاد و تجهیز شد

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور توسعه زنجیره ارزش محصولات لبنی، بهبود عرضه محصولات باکیفیت و حمایت از اشتغال‌زایی و توانمندسازی اقتصادی خانواده‌ها، دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی در شهر. . .

BACK TO NEWS