پکتیا کې پر یوشمېر کرنیزو توکو څېړنې روانې دي

mail-admin
Tue, Jul 27 2021 3:57 PM
پکتیا کې پر یوشمېر کرنیزو توکو څېړنې روانې دي

۵ زمری ۱۴۰۰
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د چشمه مارانو په څېړنیز فارم کې د غنمو، شړشمو، نخودو، باقلي، عدس او کمینیلا کرل شوې تجربې حاصل اخیستو ته اماده شوي، چې ډېرژر به يې د ډیټا اخیستنې وروستۍ مرحلې هم بشپړې شي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد دین مومند وايي، چې په یاد څېړنیز فارم کې د یادو نباتاتو په بېلابېلو ډولونو باندې د لوړ حاصل ورکوونکو، د چاپېریال سره د پراخ توافق لرونکو او د ناروغیو او افاتو په وړاندې د مقاومو ورایټیو د غوراوي ترڅنګ د تخم او کیمیاوي سرو د مناسبې اندازې معلومولو، د مناسب وخت موندلو او د تخمونو د سمونې په موخه تجربې ترسره کېږي.
د یاد فارم متخصصین وايي، چې تر تجربو لاندې د بېلابېلو کرنیزو توکو تجربوي ډيټا او بېلابېل فکتورونه يې یاداښت کړي، چې ډیټا اخیستنې د وروستۍ مرحلې له بشپړاوي وروسته به يې تحلیل او تجزیه کړي، چې په پایله کې به يې تر ټولو غوره نوعې بزګرانو ته ور وپېژني.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمد دین مومند وايي، چې د کرنې د اصلاح او معیاري کولو لپاره کرنيزې څېړنې د ملا د تیر حیثیت لري، نوموړی زیاتوي چې همدې ته یې په پام سره د چشمه مارانو د څېړنیز فارم د پراختیا او رغونې په برخه کې ځینې پروژې تر کار لاندې دي او د نورو فارمونو د بیارغونې په اړوند هڅې جریان لري.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS