ننګرهار کې ۵۲۳ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

qiam_amin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۱۰
ننګرهار کې ۵۲۳ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۵۲۳ زره غټو او کوچنیو شخوند وهونکو څارویو د طبق «اف‌ام‌ډي» ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو.

د یاد کمپاین په ترڅ کې به د ننګرهار ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې ۳۷۴ زره  غټ شخوند وهونکي څاروي (غواګانې) او ۱۴۹ زره کوچني شخوند وهونکي څاروي (پسونه او وزې) د طبق ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» له لوري د طبق ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه د غټو او کوچنیو څارویو لپاره د «اف‌ام‌ډي»  واکسین مرسته شوې وه.

طبق «اف‌ام‌ډي» یوه ساري ویروسي ناروغي ده، چې غټ او کوچني شخوند وهونکي څاروي پرې اخته کېږي او د څارویو روغتیا، تولیداتو او د مالدارانو پر اقتصاد ناوړه اغېز کوي. د دې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین تطبیق د ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي او د څارویو د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري.

تمه ده، چې د دغه واکسین کمپاین په بشپړېدو سره به د ننګرهار ولایت د ګڼ شمېر څارویو روغتیا خوندي، د حیواني محصولاتو تولیدات زیات او د مالدارانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي. همدارنګه، د کمپاین په ترڅ کې به مالدارانو ته د حیواني ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۲۶
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای ۵۰۰ دهقان در دایکندی

۲۱ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی با همکاری مؤسسه سو، برای ۵۰۰ دهقان از ۱۱ قریه ولسوالی اشترلی این ولایت، تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع کرد.

در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۲۰
Background image

بازدید رئیس عمومی منابع طبیعی از باغ زراعتی گذرگاه اول

 ۲۱ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی حسین احمد معدنی رئیس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان همراه با مولوی شیرمحمد حاتمی رئیس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگوی این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۹:۵
Background image

دیدار معین زراعت و مالداری  وزارت زراعت با والی اندیجان کشور اوزبیکستان

۲۱ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در جریان سفر کاری‌اش به اوزبیکستان با والی ولایت اندیجان آن کشور. . .

BACK TO NEWS