د لغمان علیشنګ ولسوالی کې ۷۷ اړمنو کورنیو سره د اوښمارغه مرسته ترسره شوه
۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د علیشنګ ولسوالی د میل او ګونپال قندلي سیمو ۷۷ اړمنو کورنیو سره د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د اوښمارغه مرسته ترسره شوه.
د مرستې په ترڅ کې هرې مستحقې کورنۍ ته ۶ دانې اوښمارغه او یوه اندازه د اوښمارغه ځانګړې خوراک (دانه) ووېشل شول.
د مرستو د وېش په مراسمو کې د لغمان د کرنې ریاست استازی انجنیر حصینالله عزیزي، د اقتصاد ریاست استازي، د«اې.بي.ام» مؤسسې او «ډبلیو.اف.پي» مسؤلینو حضور لرو.
د یادونې وړ ده، چې په نږدې ورځو کې د بادپښ ولسوالی ۴۰ کورنیو ته هم ورته مرسته پلان شوې ده.
