هلمند کې د غنمو پر ۱۳ ډولونو څېړنې کیږي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۴ - ۱۴:۴۹
 هلمند کې د غنمو پر ۱۳ ډولونو څېړنې کیږي

۲۴ لېندۍ ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست د مسلکي او فني کارکوونکو له خوا د بولان په څېړنیز فارم کې د غنمو پر ۱۳ ډولونو، چې په کې مورني، هستوي او تجربوي تخمونه شامل دي څېړنې کیږي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وویل، چې په دې څېړنه کې د غنمو ۱۳ ډولونه (ورایټۍ) چې په کې د نباتاتو د اصلاح، اګرانومي او د ناروغیو د مطالعې سیټونه شامل دي تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
ښاغلي الکو وویل، چې ددغو څېړنو پایلې د کرنې له کارپوهانو، متخصصینو او بزګرو سره شریکیږي، ترڅو په راتلونکي کې د غنمو د ښه او ډېر تولید په پار کوټلي ګامونه واخیستل شي. ددې ترڅنګ په دې څېړنیز فارم کې بزګرو، ځمکوالو، د کرنې پوهنځی او د کرنې د انسټیټوټ زده کړیالانو ته هم د کرکېلي په بېلابېلو برخو کې د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د ودې په پار څېړنیز پروګرامونه پلي کړي. ددې ادارې د پلان پر بنسټ د بولان په څېړنیز فارم کې د حبوباتو، سبو او مېوو پر تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر په پار بېلابېل څېړنیز پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

برنامه آموزشی و ارتقای ظرفیت کارمندان ریاست زراعت غزنی پایان یافت

۲۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه آموزشی و ارتقای ظرفیت کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی که با هدف بلندبردن سطح دانش مسلکی، تقویت مهارت‌های اداری و ارتقای ظرفیت کاری کارمندان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۵۶
Background image

تولید عسل در بدخشان نسبت به سال گذشته ۱۰ درصد افزایش یافته است

۲۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
بر اساس ارزیابی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان، تولید عسل در این ولایت در سال ۱۴۰۵ نسبت به سال گذشته حدود ۱۰ درصد افزایش یافته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۵۳
Background image

برای ۴۰۰ زن زراعت‌پیشه در ولسوالی رستاق وسایل کار و تخم سبزیجات توزیع شد

۲۱ سنبله ۱۴۰۵  هـ.ش
به‌منظور حمایت از فعالیت‌های زراعتی زنان و تقویت باغچه‌های خانگی، برای ۴۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه در ۱۰ قریه ولسوالی رستاق ولایت تخار  وسایل کار و تخم سبزیجات توزیع. . .

بازگشت به خبرها