ننګرهار کې ۲۰۰ بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو توکو مرسته وشوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۵۴
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د اسلامیک ریلیف مؤسسې د هیلپ پروژې تر چتر لاندې په خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې ۲۰۰ بزګرانو ته د ممپلیو او لوبیا اصلاح شوي محلي تخمونه ووېشل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د اسلامیک ریلیف مؤسسې د هیلپ پروژې تر چتر لاندې په خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې ۲۰۰ بزګرانو ته د ممپلیو او لوبیا اصلاح شوي محلي تخمونه ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنو  بزګرانو ته د ممبلیو او په شېرزادو ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنو نورو بزګرانو ته دلوبیا محلي اصلاح شوی تخمونه چې هر بزګر ته ۳۵ کیلو ګرامه ممپلیو تخم، ۱۴ کیلو ګرامه لوبیا تخم او هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه توره سره، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه یا یوریا سره او لس قلمه کرنیز وسایل ورکړل شو.
ښاغلي محسن وویل، چې په کرنیزو وسایلو کې بېلچه، کراچۍ، کوداله، موزې، دستکشی، رمبی، لور، پنجي، درمل شېندلو پمپ او اوپلاستیکي پچۍ ورکړل شوي.
د یادو مرستو موخه د کرنې سکتور پیاوړتیا د بزګرانو لاسنېوي، او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS