ننګرهار کې ۲۰۰ بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو توکو مرسته وشوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۵۴
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د اسلامیک ریلیف مؤسسې د هیلپ پروژې تر چتر لاندې په خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې ۲۰۰ بزګرانو ته د ممپلیو او لوبیا اصلاح شوي محلي تخمونه ووېشل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د اسلامیک ریلیف مؤسسې د هیلپ پروژې تر چتر لاندې په خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې ۲۰۰ بزګرانو ته د ممپلیو او لوبیا اصلاح شوي محلي تخمونه ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنو  بزګرانو ته د ممبلیو او په شېرزادو ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنو نورو بزګرانو ته دلوبیا محلي اصلاح شوی تخمونه چې هر بزګر ته ۳۵ کیلو ګرامه ممپلیو تخم، ۱۴ کیلو ګرامه لوبیا تخم او هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه توره سره، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه یا یوریا سره او لس قلمه کرنیز وسایل ورکړل شو.
ښاغلي محسن وویل، چې په کرنیزو وسایلو کې بېلچه، کراچۍ، کوداله، موزې، دستکشی، رمبی، لور، پنجي، درمل شېندلو پمپ او اوپلاستیکي پچۍ ورکړل شوي.
د یادو مرستو موخه د کرنې سکتور پیاوړتیا د بزګرانو لاسنېوي، او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

سږ کال افغانستان کې له ۱۵۸ زره متریک ټنو زیاته پنبه راټوله شوې 

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو  ریاست شمېرې ښيي، چې روان کال په ټول هېواد کې ۱۵۸ زره او ۲۰۵ متریک ټنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۹:۵۳
Background image

لغمان کې د ۱۵ هکټاره چهارمغزو مصنوعي ځنګل د جوړېدو پروژه پیل شوه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیايي پروژو له لارې، د دغه ولایت په الینګار، الیشنګ او دولت‌شاه ولسوالیو کې د ۱۵ هکټاره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس د سوداګرۍ او کرنې خونې له چارواکو سره وکتل

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د سوداګرۍ او کرنې خونې چاراکو د ننګرهار د کرنې رییس سره د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په موخه وکتل.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې. . .

بازگشت