لوګر کې د پیازو محصولات ډېر شوي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۱ - ۱۱:۸

لوګر یو کرنیز ولایت دی، چې ۸۰ سلنه اوسیدونکي یې د کرنې او مالدارۍ له لارې دخپل ژوند لګښتونه پوره کوی.
ځمکوال او بزګر هر کال په دې ولایت کې له څه باندې ۵۱ زره او ۵۰۰ جريبه اوبيزې او ۳۴زره او ۳۰۰ جریبه للمي ځمکې څخه په زرګونه ټنه کرنيز حاصلات راټولوي.
په لوګر کې هر کال په زرګونه ټنه غنم، جوار، لوبیا، اوربشې، پیاز، کچالو، رومیان، ډول ډول سابه او نور کيږي، چې په لوګر سربېره کابل، پکتیا او خوست ولایتونو ته هم استول کيږي.

خو په دغو کرنیزو توکو کې پیاز د لوګر ولایت د بزګرانو لپاره ښه عاید لرونکی محصول شمېرل کیږي. له همدې امله یاد ولایت د پیازو د سترو تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې شمېرل کیږي.

روان کال د لوګر بزګران په یو زر او ۲۰۰ هکټاره ځمکه کې پیاز کرلي دي، چې له دغو کروندو څخه ۵۳ زره او ۸۷۳ متریک ټنه پیاز تولید شوې ده. د شمېرو له مخې سږکال د لوګر ولایت د پیازو محصولات زیات او پدې وروستیو کلونو کې پیازو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې ده.

د لوګر ولایت اقلیم د پیازو کرکېلي لپاره ډېره مناسبه ده او پدې وروستیو کلونو کې ددې ولایت د پیازو کرکېله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. مناسبه آب وهوا، د اصلاح شویو تخمونو وېش او پېژندنه، د نباتي ناروغیو او افتونو کنټرول او د کرنې ریاست له خوا بزګرانو ته لازمې سلا مشورې ورکول په دې ولایت کې د پیازو د تولیداتو د زیاتوالي مهم لاملونه دي.

د لوګر د کرنې رییس عبدالله تسل وایي: «د لوګر د پیازو سږنۍ محصولات ښه او ډېر شوي دي، سږ یې بازار هم ښه دی بزګران خپل پیاز من له ۸۵ تر ۱۲۰ افغانیو خرڅوي.»

د لوګر ولایت کابو ۲۰ سلنه بزګران د پیازو په کرکېلې بوخت دي او د کرنیزو محصولاتو د پلور له لارې د خپل ژوند معیشت برابروي.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالله تسل وایي «د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکي په ټولو برخوکې له بزګرانو سره همکاري کوی. د بزګرانو هڅول، د نژاد (ورایټی) انتخاب، د اګروتخنیک چارې، د افتونو او ناروغیو مخنیوی او کنټرول او د پیازو د کرکېلي په هکله پوهاوی ورکول هغه موضوعات دي، چې د لوګر د کرنې ریاست په دې ولایت کې د پیازو د کرکېلي د ودې په پار تر سره کړي دي.»

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ یو تن بزګر عزیز الرحمن وایي، چې سږ کال یې درې جریبه پیاز کرلي وو، چې له درې جربو څخه یې ۵۸۵ زره افغانۍ عاید تر لاسه کړی دی. عزیز الرحمن وایي، سږ یې د پیازو حاصلات ښه وو نو عواید یې هم ورسره ښه شوې. د هغه په خبره د نورو کلونو په پرتله سږکال د پیازو بیه هم ښه ده، خو هغه د پیازو پېر-پلور لپاره مناسب مارکېټ غواړي او له حکومته غواړي، چې د پیازو پېر- پلور په پار مناسب مارکېټ ایجاد شي او د پیازو محصولاتو ته بازار موندنه ووشي.

څېړنې ښیي، چې له یوه جریبه ځمکې څخه کابو ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ منه پیاز په لارس راځي.

د لوګر پیاز نه یواځې دا چې ددې ولایت او د ګاونډو ولایتونو اړتیاوې پوره کوي ددې ترڅنګ د لوګر پیاز ګاونډیو هېوادونو ته هم صادریږي. په دې وروستیو کې د افغانستان پیاز متحده عربي امارات او اذربایجان ته هم صادر شوي دي.

ددې ترڅنګ باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا بزګرانو او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پیازو او نورو سبو او مېوو د زېرمه کولو او ساتلو په موخه لسګونه سړې خونې هم جوړې شوي دي.

د پیازو روغتیایي ګټې

پیاز د ډېرو لرغونو سابو له ډلې څخه یو سابه ده، چې بشر ترې ګټه اخلي. دا سابه نه یوازې د خوړو خوند ښه کوي، بلکې خوړل یې د انسان روغتیا ته هم ډېره ګټه رسوي .

پیاز د مکروب ضد خواړه دی. د خوړو په هضم په ځانګړي ډول د نشایسته یي موادو په هضم کې ډېر رول لري، خو په دې شرط، چې اومه وخوړل شي. په وریجو کې یوه ماده شته، چې د «B» ویټامینونه له منځه وړي او په پیازو کې یوه داسې ماده شته، چې د وریجو د مادې ضد ده، نو که له وریجو سره اومه پیاز وخوړل شي، نو د بدن ویټامینونه به له منځه لاړنه شي. پیاز پیاوړي کوونکي خواړه دي. اشتها ډېروي، نو هغو کوچنیانو ته یې د ورکړې ډېره اړتیا وي، چې وده یې ځنډنۍ وي .

پیاز د هاضمې جهاز او تنفسي لارې ضد عفوني کوي، نو په نس ناستې او زکام د اخته کېدلو مخنیوي کوي. پیاز متیازې ډېروي او د « B،A او C » ویټامینونه لري .پیاز د سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي، هغه کسان چې د شکرې په ناروغۍ اخته دي، نو په خپل خوړنیز پروګرام کې دې پیازو ته ځای ورکړي، پیاز د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوي، پایله دا چې د زړه د خطرناکو ناروغیو لپاره ګټور دی، پیاز غاښونه کلکوي او هډوکي له نرمېدو څخه ژغوري، پیاز د کم وده ماشومانو او کمزورو سپین ږیزو له پاره ګټور دی، پیاز اورۍ پیاوړې کوي او څېره روښانه کوي .

پیاز د بدن د حرارت لوړه درجه هم راټیټوي. که مو تبه شوه، د پیازو ټوټې له خوب کولو مخکې پخپلو جورابو کې کېږدئ، داسې چې د پښې پر تلې مو پیاز ښه ونښلي، دا کار د بدن د حرارت لوړه درجه راټیټوي، او له پښې نه مو زهر زبېښي.