د ننګرهار د کرنې رییس د بزګرانو ستونزو حل په موخه نازیان ولسوالی ته سفر وکړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۱:۳۷
د ننګرهار د کرنې رییس د بزګرانو ستونزو حل په موخه نازیان ولسوالی ته سفر وکړ

۲۴چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي  محمد ولي محسن دکرنې او مالدارۍ پراختیا او بزګرانو د ستونزو حل په موخه د نازیانو ولسوالۍته سفر وکړ.
 ددې سفر په ترڅ کې د ننګرهار د کرنې رییس دنازیانو ولسوال ګل بصر اسد امیر، مرستیال ولسوال او ترویج مدیرانو سره په کتنه کې ددې ولسوالی د بزګرانو او مالدارانو پر ستونزو او حل لارو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د نازیانو ولسوال ګل بصر اسد امیر په نازیانو ولسوالی کې د کرنې او مالدارۍ په برخه  کې خپلې ستونزې او مشکلات شریک کړل.
ښاغلی امیري په نازیانو ولسوالی کې د ترویج وداني، ګودامونو،روغنیاتو، ځنګلونو پریکولو مخنیوي، بڼوالۍ، مصنوعي ځنګلونو کرلو، اصلاح شوي تخمونو، مالدارۍ واکسینونو، حیواني خوراکی او نورو اړونده برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د یادې ولسوالی مسؤلینو، بزګرانو او ولسونو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي محسن وویل نازیان ولسوالۍ داسې اراضي لري، چې هم پکي نباتات او هم بڼوالي ښه نتیجه ورکوي، خو ددې ولسوالی بزګرانو او مالدارانو ستونزې درک کوو د کرنې ریاست تر چتر لاندې همکارو مؤسسو سره د موثره او ګټورو پروژو پلي کولو، متوازن پرمختګ، اصلاح شوي تخمونو ترویجولو،څارویو ته واکسینونو تطبیق، مالدارۍ د ښو نسلونو ترویج، حیواني خوراکې وېش، بازار موندنې، حیواني محصولاتو کیفیت ښه کولو او ګڼورو برخو کې د بزګرانو او مالدارانو سره د په مختلفو برخو کې مرستې او همکارۍ کوو.
باید وویل شي، چې  د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هر کال په زرګونه بزګرانو او مالدارانو سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مرستې او همکارۍ کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS