میدان وردګو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۳:۴۹
میدان وردګو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

۲۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې دکرنې، چاپېریالساتنې او ښاروالۍ ریاستونو په ګډه همکارۍ د ولایت په کچه د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره بوټو او نیالګیو کېنولو کمپاین د د نیالګیو کښېنول وچکالۍ له منځه وړل تر عنوان لاندې پیل شو.
د دغه کمپاین پرمهال د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ د بوټو او نیالګیو پر کېنولو ساتنې او پالنې ټینګار وکړ له اړونده ادارو او ولسونو یې وغوښتل، چې د ولایت د زرغونتیا په موخه هوا او اقلیم ته په کتو سره نیالګي کېنوي او په پالنه کې یې خپل مسؤلیت ترسره کړي.
د میدان وردګو ولایت والي  یو شمېر ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د نیالګیو د پالنې، ساتنې او اوبو رسولو ته ځانګړې کمېټه جوړه کړي ترڅو په دوامداره توګه ترې څارنه وکړي.
همداشان د یاد کمپاین پرمهال میدان وردګو ولایت دکرنې رییس مولوی عبد الجبار خالد، چاپېریال ساتنې رییس مولوي الله محمد ذاکر او ښاروال مولوي عبدالله درویش له شرعي، اقتصادي، معنوي، روغتیایي او د چاپېریال د ښکلا په برخه کې د نیالګیو او بوټو د کېنولو په ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې، دوی له ولسونو، ښاریانو او ادارو له مسؤلینو وغوښتل، چې د خپلو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره همکار پاتې شي.
د یادونې وړ ده چې په دغه کمپاین کې د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو، ښاریانو او ځوانانو ګډون کړي ؤ.
دا په داسې حال کې ده، چې دکرنې وزارت له خوا د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې د هېواد د زرغونتیا لپاره په میلیونونو نیالګي کښېنول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS