توزیع گندم و پول نقد برای ۱۲۰۰ خانواده بازگشته در فراه آغاز شد
۱۵ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ شعبانالمعظم ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله، روند توزیع کمکهای غله و نقدی برای خانوادههای جدید بازگشته در ولایت فراه آغاز شد. این برنامه با حضور والی فراه ملا محمد حافظ مجاهد، رییس دفتر مقام ولایت ملا امینالله غازی، مسئول کمیته مرکزی مولوی قدرتالله حقیار، مستوفی مقام ولایت مولوی شفیعالله فائز، رییس زراعت مولوی پیر محمد حلیمی، رییس امور مهاجران و بازگشتکنندگان مولوی عبدالرحمن حبیبزی، رییس اطلاعات و فرهنگ محمد عبدالحي سباوون، رییس صنعت و تجارت حافظ شمسالحق اجمل و شماری از مقامات محلی برگزار شد.
در جریان افتتاح این برنامه، مسئول کمیته مرکزی مولوی قدرتالله حقیار از همه بازگشتکنندگان خواست تا با اطمینان کامل در کشور زندگی کنند و از امنیت برقرار شده بهرهمند شوند.
همچنین، مولوی پیر محمد حلیمی رییس زراعت، آبیاری و مالداری فراه گفت که این کمکها بر اساس فرمان ویژه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله و با هماهنگی ریاست امور مهاجران و بازگشتکنندگان، برای ۱۲۰۰ خانواده بازگشته در این ولایت توزیع میشود. وی افزود که هر خانواده از این کمکها، ۲۵۰ کیلوگرم غله و پنج هزار افغانی نقدی دریافت خواهد کرد.
از سوی دیگر، دو تن از مستفیدان به نامهای خدا رحیم افغان و الف محمد از این کمکها ابراز رضایت کردند و گفتند که این غله و نقدی مشکلات روزمره آنها را تا حد زیادی رفع میکند. آنها همچنین از مسئولان ا.ا.ا و نهادهای همکار خواستند که برای حل مشکلات اساسی در حوزه سلامت، آموزش، آب آشامیدنی پاک و سرپناه نیز توجه ویژه شود.
شایان ذکر است که این کمکها در چارچوب برنامههای حمایتی ا.ا.ا و برای رسیدگی به وضعیت اضطراری خانوادههای بازگشته و مهاجران توزیع میشود.
فراه کې ۱۲۰۰ راستانه شویو کورنيو ته د غنمو او نغدو پیسو وېش لړۍ پيل شوه
۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان پر بنسټ، په فراه ولایت کې د نویو راستانه شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر د دغه ولایت د والي ملا محمد حافظ مجاهد، د ولایت مقام د دفتر رییس ملا امین الله غازي، مرکزي کمېټې مسؤل مولوي قدرت الله حقیار، مستوفيت مقام مستوفي مولوي شفیع الله فائز، د کرنې رییس مولوي پير محمد حليمي، کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو رییس مولوي عبدالرحمن حبيب زی، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد عبدالحي سباوون، د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ شمس الحق اجمل او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.
د دغې لړۍ د پرانيستې پر مهال د مرکزي کمېټې مسؤل مولوي قدرت الله حقیار له ټولو کډوالو څخه وغوښتل؛ چې په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی او دوی هم کولای شي، چې په ارامه فضا کې د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ واوسي او خپل ژوند ته په ډېره ډاډه توګه سره دوام ورکړي.
په همدې حال کې د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي پير محمد حليمي وویل؛ چې دغه مرسته د ا.ا.ا د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله په ځانګړې پيروزینه او فرمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو رياست په همغږي او همکاري د دغه ولایت ۱۲۰۰ کډوالو کورنيو ته وېشل کېږي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې په دې مرسته کې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه په زوره د را ایستل شوېو کورنيو له جملي هرې کډوالې کورنۍ ته ۲۵۰ کيلو ګرامه غنم او پنځه زره نغدې افغانۍ وېشل کېږي.
بل خوا د خدا رحیم افغان او الف محمد په نومونو له مرستې دوه تنه برخوال بيا له یادې مرستې خوښې څرګندوي او وايې؛ چې د دغو غنمو او نغدو پیسو پر مټ یې ورځنۍ ستونزې هوارېږي.
نوموړو همدارنګه د ا.ا.ا او همکارو بنسټونو له مسؤلينو څخه د روغتیا، زده کړو، څښاک پاکو اوبو او سرپناوو د اساسي ستونزو د هواري او رسېدنې غوښتنه هم وکړه.
بايد وويل شي، چې دغه مرسته د ا.ا.ا د حمايتي برنامو په چوکاټ کې د کډوالو او بېرته راستنيدونکو بېړنیو حالاتو ته د رسېدنې او لاسنیوي په موخه وېشل کېږي.
