لغمان کې ۱۰۰ بزګرانو ته کرنیز تجهیزات او اصلاح شوي تخمونه ورکړل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۰
لغمان کې ۱۰۰ بزګرانو ته کرنیز تجهیزات او اصلاح شوي تخمونه ورکړل شول

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د افغانستان د راتلونکو نسلونو اف جي اې مؤسسې د تخنیکي ملاتړ او د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي د مالي لګښت له لارې، د مرکز مهترلام اړوند د دوو اتحادیو ۱۰۰ بزګرانو ته کرنیز تجهیزات او اصلاح شوي تخمونه ورکړل شول.  
د مرستو په لړ کې بزګرانو ته د غنمو د ریبلو واړه تراکتورونه، د دواشیندنې پمپونه، د لوبیا اصلاح شوي تخم، توره او سپینه کیمیاوي سره ورکړل شوه. د کرنیزو توکو او ماشینونو د وېش لړۍ د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د اقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد، د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې او د خوړو نړیوال پروګرام د ولایتي مسؤلینو له لوري ترسره شوه.  
د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د مهترلام ښار اړوند ۱۰۰ بزګرانو ته، چې د دوو اتحادیو غړي دي، یو بزګر ته یو پایه دواشیندنې پمپ، ۲۵ کیلوګرامه توره سره، ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره، ۱۶ کیلوګرامه د لوبیا اصلاح شوی تخم او دوه عرادې د غنمو د ریبلو واړه تراکتورونه ورکړل شوي، چې بزګران به یې په شریکه کاروي.  
هغه د اتحادیو غړو ته سپارښتنه وکړه، چې له ورکړل شویو ماشینونو او وسایلو څخه سمه ګټه واخلي، د خرابېدو مخنیوی وکړي او د خپل شخصي مال په توګه یې وساتي.  
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم د لغمان د کرنې ریاست له لوري د علیشنګ ولسوالۍ د بزګرانو اتحادیو ته کرنیز ماشینونه او وسایل ورکړل شوي وو.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۲۴ - ۹:۵۹
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د غوښې صادراتو په اړه مشورتي غونډه دایره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د غوښې د صادراتو د ارزولو لپاره مشورتي غونډه وکړه. په دې غونډه کې د مالدارۍ د برخې رئیسانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۴:۰
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت کې د سپین‌خوړ د رسوباتو پاکول پیل شوه

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم په ۶ام بلاک ساحه کې د سپین‌خوړ د رسوباتو پاکولو لړۍ پیل شوه.  د دې پروسې د ارزونې لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۸
Background image

زابل کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پرانیستل شو

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولاویت کې د نیالګیو اېښودو کمپاین په شاندارو مراسمو سره پیل شو. 
په دغو مراسمو کې د. . .

بازگشت