د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژه (CLAP)

mail-admin
Community Livestock and Agriculture Project (CLAP)

د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژه

 (CLAP)

د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژه (CLAP) د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت له پراختيایي پروژو څخه ده، چې د کرنې پراختیا نړیوال مرستندوی صندوق (IFAD) له خوا تمویلیږي. ددې پروژې د مرستې هوکړه لیک د ۲۰۱۳ کال د اپریل پر اتمه د افغانستان اسلامي جمهوریت او د کرنې پراختیا لپاره د نړيوال مرستندوی صندوق (IFAD) ترمنځ لاسلیک شو.

د پروژې ټولیزې موخې:

ددې پروژې ټولیزه موخه په لرې پرتو سيمو کې د بیوزلۍ د کچې راټيټول دي. همدارنګه د کابل، لوګر او پروان، ننګرهار، هرات، بلخ او بغلان ولایتونو کې د کرنې او څارويو روزنې د مولدیت د لوړولو له لارې د کلیو ۲۲۳۰۰۰ بې وزله کورنیو خوړو خوندیتوب ددې پروژې ځانګړې موخه بلل کیږي. دغه موخه د تولیدي شتمنيو د تقویه کولو، مهارتونو، خدمتونو، ټکنالوژيو او د ګټه اخیستونکو د عاید غوره فرصتونو د پیاوړي کولو له لارې ( د مالدارۍ او کرنې غوره ټکنالوژۍ په پیژندلو، سیمه ایزو ظرفیتونو پیاوړي کول، له مارکیټ سره ددوی د نښلولو ترڅنګ د ارزښتونو کړیو کمزورو ټکو پیاوړي کولو له لارې) په لاس راځي. ددې ترڅنګ CLAP پروژه هغه میرمنې چې په ټولنه کې په دې فعالیتونو بوختې دي د دوی د اقتصادي او ټولنیز موقف د لوړولو له لارې د جنسیتي نابرابریو کچې راټیټول د یادې پروژې موخه ګڼل کیږي.

د پروژې برخې:

CLAP پروژه درې نه بیلیدونکې برخې لري.

لومړۍ برخه: د تولیدي بنسټونو په ګډون ټولنیزه پراختیا او د جوړښتونو پیاوړي کول: د پروژې ددغې برخې موخه د کرنې د مولدیت لوړولو لپاره د کوچنیو بنسټونو د جوړولو او د مالکیت او د تلپاتو مسائیلو د حل کولو لپاره د سیمه ایزو سازمانونو وړتیاو پیاوړي کولو له لارې د سیمه ایزو ټولنو او سازمانونو د وړتیاوو پیاوړي کول دي.

د CLAP پروژې دغه برخه لاندې درې فرعي برخې رانغاړي:

۱- تولیدي بنسټونه رغول

۲- د سازمانونو پیاوړي کول

۳- جنډر (جنسیت) وړتیاوو لوړول

د پروژې دویمه برخه

 د څارويو روزنې او کرنې پراختیا: د پروژې دغې برخې موخه د خوړیز خوندیتوب د ښه کولو له لارې د بیوزلۍ کچې راکمول دي. په دې برخه کې هغو بې وزلو کورنیو او هغه کورنۍ چې مشري يې میرمنې پر غاړه لري، لومړیتوب ورکول کېږي. یاده موخه په کلیو سیمو کې د کرنیزو او څارويو عملیات او تر يوې محدودې کچې د پراختیايي ټولګو او د ارزښت کړۍ پیژندل او له مارکیټ سره د بزګرانو د اړیکو پیاوړي کولو د ملاتړ له لارې په لاس راّځي.      

د امکان تر حده به هڅه وشي ترڅو دا فعالیتونه د تولیدي زیربناوو له پراختیا او ټولنې یا سازمانونو له پراختیا سره يوځای شي، ترڅو د يوې هر اړخیزې او تلفیقي تګلارې شتون تضمین کړي.

د پروژې دغه برخه له لاندې څلورو فرعي برخو جوړه شوې ده:

۱- د لبنیاتو پراختیا؛

۲- د چرګانو روزنې پراختیا؛

۳- د خوراکي او علوفه يي نباتاتو او سابو اصلاح او ترویج؛

۴- په کوچیانو کې د څارویو د ساتنې پراختیا.

دریمه برخه:

ځانګړي ګروپونه او ګټه اخیستونکي: د پروژې په ځانګړي توګه درې ګروپونه تر پوښښ لاندې نیسي:

۱- کوچني بزګران او څاروي لرونکي همدارنګه هغه کسانو چې ځمکې نه لري، هغه وګړي چې خپل څاروي يې له لاسه ورکړي دی، یا هم د څارويو ساتنې لیوالتیا لري او یا هم غواړي خپل ناروغۍ وهلي څاروي تداوي کړي؛

۲- میرمنې او هغه کورنۍ چې مشري يې میرمنې پر غاړه لري،

۳- ځايي او ګرځنده کوچیان

تمه کیږي چې د  CLAP پروژې څخه به نږدې  ۲۲۳۰۰۰ د لرې پرتو سیمو بې وزله کورنۍ په ۷ ولایتونو کې ګټه واخلي.

جنډر (جنسیت) او د وړتیاوو لوړولو:

د پروژې دغه فرعي برخه له ټولو هغو فعالیتونو څخه ملاتړ کوي چې په تولیدي فعالیتونو کې د ښځو ونډه زیاتوي او د دوی له بالقوه وړتیا په نوروفرعي سکټورونو کې لوړوي. ددې موخې ته د رسیدو لپاره به له لاندې درې اړخیزې تګلارې څخه ګټه اخیستل کیږي:

۱- هغه فعالیتونه چې يوازې ښځینه ګټه اخیستونکې په پام کې نیسي؛

۲- هغه فعالیتونه چې د جنسیت (جنډر) په برخه کې د حکومت وړتیا لوړول په پام کې نیسي؛

۳- د جنډر اړوند فعالیتونه چې باید د نورو پروژو له اصلي یا فرعي برخو سره يوځای شي.

پوښښ سیمه:

۱- کابل          ۲- پروان          ۳- لوګر           ۴- ننګرهار           ۵- بلخ          ۶- هرات           ۷- بغلان

له پیل څخه د ۲۰۱۷  ام کال تر پایه د « CLAP» پروګرام لاسته راوړنې:
  • په کابل، لوګر او پروان ولایتونو کې  د اوبولګولو د ۲۵ کانالونه رغونه؛
  • په کابل، لوګر او پروان ولایتونو کې د وترنرۍ له ۴۵سیمه ییزو مرکزونو ملاتړ؛
  • تر دې دمه دغه پروګرام  ۳۵ میلیونه، ۲۰ زره او ۲۰۶څاروي تداوي او واکسین کړي او۲۰ زره او ۴۶۴ شیدې ورکونکې غواګانې یې تر دې دمه مصنوعي القاح کړي دي؛
  • CLAP پروګرام په درېوو یادو ولایتونو کې ۱۳۴ کسانو ته په ترویجي او وټرنري خدماتو کې روزنه ورکړې ده؛
  • د دې پروګرام له خوا د څارویو ۱۰ خوراکي زېرمتونونه رغول شوي دي؛
  • په درېوو ولایتونو کې ۲۵ خپلیز ګروپونه د کوچیو مېرمنو لپاره جوړې شوي دي؛
  • ۳۳ لبني کوپراتیفونه په کابل، لوګر او پروان ولایتونو کې رغول شوي دي؛
  • ۲۲ زره او ۱۳۰کوچي مالدارانو(ښځینه او نارینؤ) ته په ترویجي خدماتو، د شیدو پروسس او حفظ الصحې برخو کې روزنه ورکړل شوې ده؛
  •   دوه زره او ۸۱ د واښو نمایشي قطعې او یو زر او ۱۱۲بابه د سبو، حبوباتو او غله جاتو نمایشي قطعې جوړې شوي او   ۷ زره او ۱۲۶کیلو ګرام د واښو تخم په درېوو ولایتونو کې وېشل شوي دي؛
  • په یادو ولایتونو کې پر مېرمنو د شیدو راټولولو یو زر او ۸۳۲ بستې وېشل شوي دي؛
  • د دغه پروګرام له خوا د اصلاح شویو تخمونو ۹ ټولنې جوړې شوي دي، او همدارنګه د کرنیزو توکو ۹ بستې چې، ټراکټور، تهریشر،تخم پاش، تخم پاک، ګدام او جنراتور شامیلیږي په درېوو ولایتونو کې وېشل شوې دي؛
  • په یادو ولایتونو کې د ۱۳ زره او ۳۳۲ کلیو کورنیو انتخاب او روزنه او دوی د چرګانو د روزنې بستې چې، په کې ۱۵ چورګوړي، خواړه، دانه خوره، آبخوره شاملیږي وېشل شوي دي؛
  •  (CLAP) پروګرام تر دې مهاله د چرګانو ۱۹ میلیونه هګۍ راټولې کړي دي.

افغانستان لپاره د هالنډ کمیټه

د خلکو په ګډون کرنه او مالدارۍ

د کرنې وزارت دخلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژې فعاليتونو او کړنو ته لنډه کتنه