له ملي لومړیتوب د ملاتړ دویم پروګرام (SNaPP2)

mail-admin
Support to National Priority Program 2 (SNaPP2)

د دويم ملی لومړیتوب د ملاتړ پروګرام

(SNaPP2)

د د دويم ملي لومړیتوب د ملاتړ پروګرام د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت له پراختیايي پروګرام څخه دی چې د کرنې پراختیا نړیوال مرستندوی صندق (IFAD) له خوا تمویلیږي. دغه پروګرام د IFAD دریمه پراختیايي پروژه ده چې د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې پلی کیږي.

دغه پروګرام د خوړو خوندیتوب، د عوایدو لوړول، کاري زمینه برابرولو او د کلیو بې وزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه په بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې  پیل شوه چې وروسته يې څلور نور ولایتونه (کابل، لوګر، پروان او بغلان) هم تر پوښښ لاندې راوستل.

SNaPP2 پروګرام لاندې موخې لري:

۱- د سیمه ایزو ادارو بنسټیز جوړښت پیاوړي کول، د ظرفیتونو لوړول، د ولایت او ولسوالۍ  په کچه د پراختیايي او ترویج خدمتونو وړاندې کول، او د کرنې په برخه کې د اړوند خصوصي سکټور وده.

۲- د حاصلاتو د تولیدي ظرفیت د لوړولو له لارې د بزګرانو او مالدارانو په ژوند کې متوازنه او دوامداره وده، د بنسټونو پیاوړي کول او له مارکيټ سره د اړیکو ټینګول.

۱- د بنسټیزو جوړښتونو پراختیا:

د بنسټیزو جوړښتونو پراختیا د د دويم ملي لومړیتوب د ملاتړ پروګرام (SNaPP2) لومړۍ برخه جوړوي، چې فعالیتونه يې په لاندې دریو برخو ویشل شوي دي.

الف - د کرنیزې پراختیا او ترویج خدمتونو وړاندې کول:

د پروګرام دغه برخه د کرنې د رواجولو او پراختیا ریاست سره په همغږۍ، د کرنې رواجولو او کروندګرو ته د کرنیزو ټکنالوژیو په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي او همدارنګه د ولسوالیو او کلیو په سطحه کرندګرو او مالدارنو ته د  ظرفیت لوړونې او ښونیزو پروګرامونو چمتو کول د دی پروګرام د اساسی او مهمو موخو څخه شمیرل کیږي.

تمه ده چې ددې پروګرام په اوږدو کې د کرنې د بیلابیلو څانګو فارغان د ولایاتو په کچه  د ترویج  د مرستیالانو په توګه وګوماري. همدارنګه  هڅه کوي چې د کرنې په برخه کې نوې فني لارې د پخوانیو لاروچارو پرځای د کرنې په ښوونیز نصاب کې ځای پرځای کړي.

ب ـ د کروندګرو او د مالدارانو له ټولنو څخه ملاتړ:

د دويم ملي لومړیتوب د ملاتړ پروګرام پر بنسټ د مالدارنو د ظرفیتونو د لوړولو په موخه او د سیمه ایزو ټولنو د پیاوړتیا لپاره مالدارنو ته روزنیز مرکزونه جوړول.

ج – خصوصي سکټور: په دې برخه کې به SNaPP2 پروګرام داسې يوه ځانګړې تګلاره رامنځته کړي چې د بزګرانو د تولیداتو د مارکیټ لپاره د تولیدونکو (بزګرانو) او خصوصي سکټور کمپنيویو ترمنځ قراردادونه لاسیک کړي؛ چې کرنیز تولیدونکي (بزګران) به له مارکیټ سره ونښلوي، کرنیز سوداګرۍ ته به برمختګ ورکړي، ځنځیري ارزښتونو به پیاوړي کړي او د کار زمینه به هم برابره کړي.

 ۲- ستراتیژیکه پانګونه:

د SNaPP2 پروګرام په دې برخه کې بیلابیلې کړنې لکه د کرکیلې په ساحه کې د اوبو لګولو د شبکو رغونه، د سیمه ایزو بنسټیزو جوړښتونو بیارغونه، د للمي غنمو د کرنې، بڼوالۍ، څارويو ساتنه او د کوچني پورونو د ورکولو خدمتونه شامل دي.

د یادونې وړ ده چې SNaPP2 پروګرام د پورته کړنو ترڅنګ کوچنیو پورونو ته لاره اواروي.  د مثال په توګه د بې وزله کورنیو سره مرسته (TUP)، د کرنیزو محصولاتو د ځنځیزه يي ارزښت پیاوړي کول، مالي موسسو ته تخنیکي مرستې ورکول، د کرنیزو سوداګریو لپاره بسينې او داسې نور.

د SNaPP2 پروګرام لاسته راوړنې:

د SNaPP2 پروګرام تردې مهاله  ۷۶۹۰ دهقانانو ته په بیلابیلو برخو کې لکه بڼوالۍ,  للمی او آبي کرنه , څارويو ساتنه , او د بزګرانو سيمه ایزو ښوونیزو ترنینګونه د جوړولو په  برخو کې ترنینګونه ورکړي دي.

همدارنګه  دغه پروګرام د هیواد په کچه بزګزانو لپاره د شیدو راټولولو ۶ مرکزونه او د بزګرانو معلوماتي او زده کړيز ۶ مرکزونو جوړ کړي دي. ددې ترڅنګ په اړوندو ولایتونو کې بیلابیل ۳۳ ټرینرانو لپاره ټریننګونه (ToT) د کرنې د ریاستونو ترویج کارکونکو ته ورکړي دي او د بزګرانو لپاره يې ترویجي ویډیوګانې جوړې کړي دي،

له دې اخوا  SNaPP2 پروګرام د بزګرانو ۱۶۳ ګروپونو جوړول , د بزګرانو ۹۳ سیمه ایز ښوونځي جوړول  او همدارنګه د چرګانو روزنی په برخه کې ۲۰۰۰ کورنۍ تر پوښښ لاندې راوستي دي.

دغه پروکرام تر اوسه د کرنې په برخه کې د غنمو اصلاح شوی ۳۵۸۳ کیلو ګرام تخم , ۱۵۰۰ کیلو ګرام د جوارو هایبرید تخمونه , ۱۷۶ کیلو ګرام د مالوچو (پختې)اصلاح شوی تخم او همدارنګه ۲۹۸ کیلو ګرام د سبزیجاتو تخم بزګرانو ته ویشلی دی. همدارنګه د بڼوالۍ  ۱۰۶۶ وسایل هم بزګرانو ته ویشلي دي. ددې ترڅنګ SNaPP2 پروګرام تر پوښښ لاندې ولایتونو کې د اوبولګونې ۷۳ کانالونه سروې او ډیزاین کړي دي، او د خصوصي سکټور په برخه کې د تولیدونکو او پروسس کونکو ترمنځ قردادونه هم لاسلیک کړي دي، چې دا قراردادونه به د بزګرانو د کرنیز تولید د بازارموندنې لپاره غوره فرصت وي.

د پوښښ سیمه:

۱- کابل               ۲-  پروان        ۳- لوګر    ۴- ننګرهار       ۵- بلخ           ۶- هرات     ۷- بغلان