بهرنیو هېوادونو ته د غوښې صادراتو په اړه مشورتي غونډه دایره شوه

user-admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۲۴ - ۹:۵۹
بهرنیو هېوادونو ته د غوښې صادراتو په اړه مشورتي غونډه دایره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د غوښې د صادراتو د ارزولو لپاره مشورتي غونډه وکړه. په دې غونډه کې د مالدارۍ د برخې رئیسانو، د کابل پوهنتون استادانو، د مالدارۍ متخصصینو او سلاکارانو او د خوراک او کرنې سازمان استازي ګډون کړی و.  
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري وویل چې څه‌باندې ۸۰ سلنه افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د غوښې صادرات ګټور ثابتېدای شي، خو شرط دا دی چې د څارویو نسل ته زیان وانه وړي. هغه زیاته کړه چې لومړی باید د څارویو د تولید او پالنې پر زیاتوالي تمرکز وشي، بیا د لوړ کیفیت صادرات تنظیم شي.  
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم وویل چې بېلابېل هېوادونه له افغانستانه د غوښې اخیستلو ته لېوال دي. هغه ټینګار وکړ چې باید د پسونو د روزنې کچه لوړه شي او د صادراتو مناسب شرایط برابر شي، ترڅو مالداران ښه عاید ترلاسه کړي.  
د خوراک او کرنې سازمان د مالدارۍ د برخې مسؤل ډاکټر لطف‌الله ننگ وویل، چې افغانستان د چرګانو په ګډون شاوخوا ۴۳ میلیونه څاروي لري او هر کال ۶.۷ میلیارده ډالر عاید ترې ترلاسه کوي. نوموړي زیاته کړه چې جګړې، وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د مالدارۍ فعالیتونه کم کړي دي.  
په پای کې، د کرنې وزارت متخصصینو او سلاکارانو د غوښې د صادراتو هرکلی وکړ، خو وړاندیز یې وکړ، چې د صادراتو ترڅنګ باید د مالدارۍ ستر فارمونه جوړ شي، څړځایونه ورغول شي، نوي نسلونه ترویج شي او د څارویو روغتیا ته جدي پاملرنه وشي.  
په پایله کې، پرېکړه وشوه چې د غوښې د صادراتو او د څارویو د پالنې د ودې لپاره دې یوه هراړخیزه طرحه جوړه او ریاست الوزرا ته واستول شي.

جلسه مشورتی برای صادرات گوشت به خارج از کشور برگزار شد
۲۳ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه مشورتی به منظور بررسی صادرات گوشت میان مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و نورالدین عزیزی وزیر صنعت و تجارت با حضور روسای بخش مالداری، استادان پوهنتون کابل، متخصصین مالداری، مشاورین و نماینده سازمان خوراک و غذا برگزار گردید.
در این جلسه، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت تاکید کرد که بیش از ۸۰ درصد مردم افغانستان در بخش‌های زراعت و مالداری فعالیت دارند و صادرات گوشت می‌تواند مفید باشد، مشروط به اینکه نسل حیوانات به انقراض مواجه نشود. وی افزود که ابتدا باید روی تولید و پرورش حیوانات تمرکز کرد و پس از آن به صادرات با کیفیت پرداخت.
نورالدین عزیزی وزیر صنعت و تجارت نیز در این زمینه اظهار داشت که کشورهای مختلف خواهان خرید گوشت از افغانستان هستند. وی بر اهمیت ازدیاد پرورش گوسفندان و فراهم کردن شرایط صادرات آن تاکید کرد تا مالداران از این طریق عاید خوبی کسب کنند.
دکتر لطف‌الله ننگ، مسئول مالداری دفتر خوراک و غذا سازمان ملل متحد، نیز گفت که در افغانستان حدود ۴۳ میلیون حیوان به شمول بخش مرغداری وجود دارد که سالانه ۶.۷ میلیارد دالر عاید تولید می‌کند. وی خاطرنشان کرد که جنگ، خشکسالی و تغییرات اقلیمی باعث کاهش فعالیت‌های مالداری شده است.
در پایان، متخصصین و مشاورین وزارت زراعت از صادرات گوشت به خارج استقبال کردند و پیشنهاد کردند که در کنار صادرات، باید فارم‌های بزرگ مالداری ایجاد، علفچرها احیا، نسل‌های جدید ترویج و سلامت حیوانات به طور جدی در نظر گرفته شود.
در نتیجه این جلسه، تصمیم گرفته شد تا طرح جامع صادرات گوشت و ترویج پرورش حیوانات تهیه و به ریاست الوزرا ارسال گردد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ ریاست د ځمکو د تصفیې په ریاست کې د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ارزونې او همغږۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، څو د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په څلور دېرشم نندارتون کې،. . .

بازگشت