د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژه (HVCDSP)

mail-admin
شسیب

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت

د پروژې نوم: د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژه (HVCDSP)
موقعیت : د افغانستان په یوولسو ولایتونو (کابل، لوگر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزنی، وردگ، ننگرهار، کنر، لغمان او بامیان) کې
تمویل کوونکی: آسیایې پراختیاې بانک(ADB)
د پروژې موده: د ۲۰۱۸ زیږدیز کال له ډسمبر څخه بیا تر ۲۰۲۴ زیږدیز پوري
پلي کوونکی : د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت
بودیجه: ۷۵ ملیونه امریکایې ډالره
د پروژې اساسی موخه: په متوازن ډول اقتصادي وده، د کرنیزو محصولاتو وده او غذایې امنیت، د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د    زیربناوو او آسانتیاوو ښه والی او همدارنګه  د بڼوالي د محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره ملي ظرفیت ته وده ورکول.

د پروژې لنډه پیژندنه

آسیایې پراختیایي بانک د ۱۳۹۷ هـ ل کال د تلي په میاشت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ته د ۷۵ میلیونه امریکايې ډالرو په ارزښت بلا ناغه مرسته د (بڼوالۍد ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژې) د پلي کیدو لپاره منظور کړه. د نوموړې پروژې تاثیر د متوازن اقتصاد د ودې او ثبات سره تړلی ده. د دي پروژې عمده تاثیر به د بڼوالي محصولاتو د تولید، بازار موندني او د هغوی د ارزښت لوړونه اوسي.  دا پروژه د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د انکشاف د ستراتیژي او د آسیایي پراختیایي بانک لخوا د هیواد سره د همکاري د ستراتیژي په پام کي نیولو سره  ډیزاین او طرحه شوې ده.‌

دا پروژه د افغانستان په یوولسو ولایتونو (کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، وردګ، ننګرهار، کنړ، لغمان او بامیان) کې پلي کیږي. یاده پروژه د وارداتو د تعویض او همدارنګه د وچو میوو د صادراتو د ودې په برخه کې کار کوي.

په بڼوالۍ سربیره، دا پروژه د کرنیزو تشبثاتو په برخه کې کار کوي. پروژه په پام کې لري تر څو د میوو او سبو لپاره د پروسس او بسته بندي د مرکزونو جوړول، د بڼوالي محصولاتو لپاره د بسته بندي د ماشینونو او نورو وسایلو برابرول، د عصري سړخونو جوړول او د کچالو، کلونل روټساک او  micro-propagation لپاره د انساجو د کښت (Tissue Culture) لابراتوارونو د جوړولو په برخه کې له کرنیزو سوداګرو سره د ټاکل شوې فیصدي په بنسټ، مرسته وکړي.

اساسي موخي

  • د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د زیربناوو او آسانتیاوو ښه والی.
  • د بڼوالۍ د محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره ملي ظرفیت ته وده ورکول.
  • د تطبیقی څیړنو له لاري د محلي کرنیزو کاروبارونو پراختیا او همدارنګه د بازارموندني په برخه کې د ظرفیتونو لوړول.
  • د کرنیزو محصولاتو د تولید عصري کول، تطبیقي څیړنې او د کرنیزو وسایلو عصري کول، د عصري شنو خونو جوړول او همدارنګه په کرنیزو ځمکو کې د کرنیزو تاسیساتو جوړول.
  • د افغانستان د باغداري محصولاتو وده او په نړیواله کچه د یادو محصولاتو برنډ کول.

کاري ساحه:

په لومړي قدم کې دا پروژه عمدتآ په میوو کې مڼې، زردالو، شفتالو، آلو، انار، ګیلاس، بادام او انګور، او په سبو کې کچالو، پیاز،‌ رومي بانجان، او نور د شنوخونو نباتات په پام کې نیسي.‌ نوموړې پروژه به د افغانستان په  یوولسو ولایتونو کې پلي کیږي . په دې سره به پروژه د هیواد په کچه د تازه او وچو میوو، او سبو د وارداتو په تعویض او د صادراتو په لوړوالي کې پوره ونډه واخلي. 

دوه ډوله فرعي پروژې به د نوموړې پروژې له لاري تمویل کیږي:

 (i) د کرنیزو سوداګرو فرعي پروژې، چې عبارت دي له:

  • د میوو او سبو د پروسس او بسته بندي مرکزونو جوړول،
  • د درجه بندي او بسته بندي او یا هم د پروسس د وسایلو او ماشین آلاتو برابرول،
  • د عصري سړو زیرمو او کنترول شوی اتموسفیر زیرمو جوړول،
  • د محصولاتو د کیفیت د تضمین لپاره په پروسس مرکزونو کې د لابراتوار جوړول،
  • کرنیزو سوداګرو ته د نړیوالو معیاري سندونو یا ستندردونو ورپیژندنه او د محصولاتو د کیفیت او صحي والي څخه ډاډمن کیدل،
  • د کچالو، کلونل روټساک او  micro-propagation لپاره د انساجو د کښت (Tissue Culture) لابراتوارونو جوړول.

 (ii) د بزګرانو لپاره ځانګړې شوې فرعي پروژې، چې اړتیا وړ فرعي پروژې به د دې پروژي په واسطه تطبیق کیږي، عبارت دي له:

  • د عصري شنو خونو جوړیدل.
  • د کچالو او پیازو لپاره د صفرانرژی سړو زیرمو تاسیس.
  • د متراکمو باغونو احداث او د هغوی چیله کول.
  • د تاکستانو (د انګورو باغونو) جوړول او د هغوی چیله کول.
  • د ممیزو د وچولو خوني.
  • د اوبو د زیرمو څخه ښه ګټه اخیستل او بزګرانو ته د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د حوضونو جوړول او د اوبولګولو لپاره د څاڅکي سیستمونو نصبول.

د پروژې د پایدار او ښه پلی کیدو لپاره، د فرعي پروژو په تمویل کې د کرنیزو سوداګرو سهم ۵۰ سلنه او د بزګرانو سهم به ۲۰ سلنه وي. نوموړې پروژه به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د افغانستان د مالیې وزارت سره په همغږي او د آسیایې پراختیایې بانک په مالي مرسته پلي کیږي.

د HVCDSP  پروژې اساسي کړنې-۱۳۹۸

  • په مرکز او اړوندو ولایتونو کې د پروژې لپاره د کارکوونکو ګمارنه
  • د اداري او معلوماتي ټکنالوژې اړوندو  وسایلو پیر
  • د ساحوي دفترونو ترمیم
  • د پروژې د کارکوونکو او همدارنګه د بزګرانو او کرنیزو سوداګرو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو دایرول
  • د پروژې په اړه د بزګرانو او کرنیزو سوداګرو لپاره  د عامه پوهاوي په موخه د روزنیزو ټرینینګونو دایرول
  • د پروژې لپاره د پنځو عرادو موټرو پیرل
  • د کرنیزو سوداګرو پیژندل او همدارنګه د پروژې سره د کارکولو لپاره د هغوی هڅونه
  • د بادام باغ د نندارتون له لاري عامه پوهاوی او د کرنیزو سوداګرو پیژندنه

د ۱۳۹۹ لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو  فعالیتونه

د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت تر چتر لاندي یو شمیر فعالیتونه ترسره کړې او یو شمیر هغه یې تر کار لاندي دي. په ټوله کې یادي پروژې ۱۹۲ ممیز خوني، د کچالو لپاره د ۳۹۴ صفر انرژي ذخیره خوني، د پیازو د صفر انرژي د ۳۴۳ بابه ذخیره خونو د جوړولو چاري او همدارنګه د  ۳۰۰ بابه لمریزو وچوونکو چاري په نظر کې نیول شوې دي چې، یاد فعالیتونه په لاندي جدول کې شرح شوې دي.

د یادولو وړ ده چې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کرنیزو تشبثاتو په برخه کې درې پروژې آسیايي پراختیایې بانک ته د تصویب لپاره استول شوې چې د یادو پروژو پلان شوې بودیجه ($2800000) او د پروژې سهم ($1200000) ده.

ولایت

ولسوالي

د فعالیت ډول

د فعالیتونو مجموعه

تر پوښښ لاندي

پرمختګ (%)

ملاحظات

ممیز خوني

د پیازو ذخیره خونه

د کچالو ذخیره خونه

لمریز وچوونکي

بامیان

مرکز

0

2

35

4

41

41

70%

 

یکاولنگ # 1

0

0

27

4

31

31

65%

 

شیبر

0

1

21

4

26

26

60%

 

کهمرد

0

26

12

4

42

42

65%

 

صیغان

0

10

0

4

14

14

60%

 

مجموع

0

39

95

20

154

154

64%

 

غزني

مرکز

20

3

30

10

63

63

20%

 

قره باغ

11

6

13

10

40

40

25%

 

خواجه عمري

0

0

7

8

15

15

20%

 

 

31

9

50

28

118

118

22%

 

پکتیکا

ښرنه

2

9

5

8

24

24

60%

 

یوسف خیل

6

9

5

8

28

28

60%

 

ارگون

0

0

0

6

6

6

80%

 

یحی خیل

0

6

7

6

19

19

65%

 

 

8

24

17

28

77

77

66%

 

وردگ

میدان ښار

0

8

11

5

24

24

40%

 

چک

0

1

19

5

25

25

35%

 

سید آباد

0

25

46

5

76

76

30%

 

نرخ

0

1

15

5

21

21

35%

 

دایمیرداد

0

0

17

4

21

21

30%

 

جلریز

0

0

1

4

5

5

30%

 

 

0

35

109

28

172

172

33%

 

پکتیا

گردیز

0

3

19

5

27

27

60%

 

احمد آباد

0

1

8

3

12

12

70%

 

سید کرم

0

4

9

3

16

16

60%

 

زرمت

0

33

0

4

37

37

50%

 

څمکنی

0

0

0

3

3

3

60%

 

میرزاکه

0

0

4

4

8

8

60%

 

شواک

0

0

0

3

3

3

50%

 

خدران

0

0

0

3

3

3

70%

 

 

0

41

40

28

109

109

60%

 

لوگر

پل علم

27

55

45

8

135

135

60%

 

محمد آغه

1

35

30

7

73

73

50%

 

چرخ

0

1

4

7

12

12

60%

 

خوشی

0

0

0

6

6

6

55%

 

 

28

91

79

28

226

226

56%

 

کابل

شکردره

14

0

0

2

16

16

80%

 

گلدره

12

0

0

2

14

14

80%

 

استالیف

11

0

0

2

13

13

75%

 

فرزه

12

0

0

2

14

14

75%

 

میربچه کوت

18

0

0

2

20

20

80%

 

کلکان

16

0

2

2

20

20

70%

 

قره باغ

23

0

0

2

25

25

80%

 

پغمان

2

1

1

2

6

6

70%

 

چهارآسیاب

0

34

0

2

36

36

90%

 

موسهی

0

26

0

2

28

28

95%

 

بگرامی

0

10

0

2

12

12

90%

 

ده سبز

17

10

0

2

29

29

70%

 

خاکجبار

0

10

0

2

12

12

90%

 

ناحیه شهری

0

6

1

2

9

9

95%

 

 

125

97

4

28

254

254

81%

 

ننگرهار

کامه

0

0

0

7

7

7

25%

 

کوز کنړ

0

0

0

7

7

7

25%

 

بهسود

0

0

0

7

7

7

25%

 

بټی کوټ

0

0

0

7

7

7

25%

 

 

0

0

0

28

28

28

25%

 

کنړ

څوکۍ

0

0

0

7

7

7

25%

 

خاص کنړ

0

0

0

7

7

7

25%

 

مروره

0

0

0

7

7

7

25%

 

اسعد آباد

0

0

0

7

7

7

25%

 

 

0

0

0

28

28

28

25%

 

خوست

اسماعیل خیل

0

0

0

7

7

7

100%

 

تنی

0

0

0

7

7

7

100%

 

گربز

0

0

0

7

7

7

100%

 

مرکز

0

0

0

7

7

7

100%

 

 

0

0

0

28

28

28

100%

 

لغمان

مهترلام

0

0

0

14

14

14

85%

 

قره غه ئی

0

0

0

14

14

14

80%

 

 

0

0

0

28

28

28

75%

 

 

مجموع عمومی

192

336

394

300

1222

1222

 

 

د پروژې ساحوي دفترونه او د اړیکو شمیرې:

د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژه د هېواد په یوولسو ولایتونو کې فعالیت کوي او څلور ساحوي دفترونه لري:

د ننګرهار ساحوي دفتر

ساحوي مسئول: محمد یعقوب گلزی

د اړیکې شمیره: ۰۷۷۵۵۵۵۴۳۰

بریښنالیک:  yaqub.gulzai@mail.gov.af

د پکتیا ساحوي دفتر

ساحوي مسئول: احمد الله مهمند

د اړیکې شمیره: ۰۷۷۷۴۷۷۴۱۶

بریښنالیک:  ahmad.mommand@gmail.com

د غزني ساحوي دفتر

ساحوي مسئول: نثار احمد عبیدی

د اړیکې شمیره: ۰۷۹۳۴۸۲۲۰۰

بریښنالیک:  nisar.obaidee@mail.gov.af

د بامیانو ساحوي دفتر

ساحوي مسئول: سید فهیم سادات

د اړیکې شمیره: ۰۷۰۰۶۲۴۸۰۲

بریښنالیک:  fahim.sadat@mail.gov.af

دبڼوالۍ ځنځيري ارزښت دپراختياسکټوري پروژې HVCDSP  د 1400مالي کال کاري پلان د متراکموبڼونو جوړول

 

د ۱۴۰۰ ام مالي کال کاري پلان د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د  پراختیا سکټوري پروژه

د ۱۴۰۰ ام مالي کال کاري پلان د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د  پراختیا سکټوري پروژه