د اراضۍ لوی ریاست؛ لوګر او کاپیسا کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۵:۲۰
د اراضۍ لوی ریاست؛ لوګر او کاپیسا کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

۳۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د لوګر او کاپيسا په ولایتونو کې د ځمکو تثبيت چارې بشپړې شوې.
په دغه پروګرام کې، چی د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا په لاره اچول شوی په یادو ولایتو کې په داسې حال کې، چې د اراضۍ لوی ریاست چارواکو او د یادو ولایتونو د کرنې، کور او ښارجوړونې، اطلاعاتو او کلتور، ښاروالۍ، مصتوفیت، کانونو او پټروليم او صنعت او سوداګرۍ ریاستونو مسؤلين شتون درلود د يادې ځمکې د تثبيت اسنادونه په رسمي بڼه لاسلیک او دغه سندونه به د نورو اجراادآتو په موخه مرکز ته واستول شي.
په دغو غونډو کې د یادو ولایتونو مسؤلينو په دغو ولایتونو کې ددغه مسؤلیت د پایلې څخه خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د هېواد د پرمختګ، آبادی او هېواد والو ته د کار د زمينې برابرولو په برخه کې ښه اقدام وباله.
د يادونې ده، چې ددغو ځمکو اسناد به د نور کړنو لپاره مرکز ته واستول شي ترڅو د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې لخوا ځمکه په قانوني توګه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۵۲
Background image

دهلمند بولان مرکزي قوریه کې ٥٠زره قلمې کښېنول شوې

۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ولایت د طبیعي سرچینو آمریت اړوند بولان مرکزي قوریه کې د زینتي بوټو او  انځرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۴۲
Background image

ننګرهار کې دچرګانو ددانو تولیدي فابریکو مسؤلینو ته ددانې کېفیت ښه والي په موخه  لازمي سپارښتني وشوې

۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودې په مشرۍ پلاوي په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۵:۲۰
Background image

د اراضۍ لوی ریاست؛ لوګر او کاپیسا کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

۳۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت. . .

بازگشت