لوګر کې د کاریز کلی د اوبولګولو کانال رغنیزې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې

qiam_amin
Tue, Aug 10 2021 3:08 PM
لوګر کې د کاریز کلی د اوبولګولو کانال رغنیزې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې

۱۹ زمری ۱۴۰۰
د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د کاریز کلی د اوبولګولو کانال د پروژې رغنیزې چارې روانې دي، چې تر دې دمه یې رغنیزې چارې څه باندې ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي.
ددې کانال د رغولو ټولیز لګښت ۳.۵ میلیونه افغانۍ ده، چې د کرنې د پرمختیا نړیوال صندوق (IFAD) له خوا تمویل او د کرنې وزارت د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروګرام(CLAP) له لارې پلي کېږي.
ددې پروژې له ګټو څخه ۱۰۰ کورنۍ په نېغه او ۷۰۰ کورنۍ په نانېغه توګه برخمن کېږي.
د اوبولګولو د یاد کانال په بیارغولو سره به ۸۱ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه او سلګونه نارینه او ښځینه کروندګر او مالداران به ترې برخمنې شي، او د یادې سیمې د کرنیز سکټور د پیاوړتیا لامل شي.
باید وویل شي، چې دیادې  پروژې په پلي کولو سره به د یادې سیمې د بزګرانو ډېرې ستونزې هوارې او د کرنیزو محصولاتو د کچې د لوړېدا لامل شي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS