د اوبو د ۴۵ زېرمو رغنيزې چارې۴۵سلنه بشپړ شوې
۰۳ زمری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لوگر، غزني، پکتیا، پکتیکا او میدان وردګو ولايتونو کې د اوبولګولو په پار د اوبو ۴۵ زېرمې جوړوي، چې رغنيزې چارې يې ۴۵ سلنه بشپړ شوي دي.
د اوبو ياد زېرمې د لس متره اوږدوالی، سور او پنځه متره ژوروالي سره د جوړېدو په حال کې ده، چې په يوه وخت کې ۱۵تر ۱۸ جريبه کرنيزې ځمکې او بڼونه خړوبولای شي.