نورستان کې د نباتي ناروغیو او افتونو د کنټرول په پار ننداریزې کروندې جوړېږي

naim.rezai
Wed, Jun 16 2021 3:06 PM
نورستان کې د نباتي ناروغیو او افتونو د کنټرول په پار ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د فني او مسلکي کارکونکو پر مټ هڅې کوي تر څو د نباتي ناروغیو او افتونو کنټرول پر وخت سره وکړي.
یاد ریاست وایي، چې ددې ولایت بزګرو ته د نباتي ناروغیو او افتونو مخنیوي د عملي او نظري زده کړو په پار څلور ننداریزې کروندې جوړوي.
د نورستان ولایت دکرنې ریاست په وینا د نباتي ناروغیو او افاتو د کنټرول او پر وخت مخنیوي لپاره د مسلکي او فني کارکونکو پر مټ د مرکز پارون او نورګرام ولسوالی کې د نباتي ناروغیو هراړخیز مخنیوی په موخه څلور ننداریزې کروندې، چې په کې صنعتي نباتات او سابه شمال دي جوړېږي.
 په دغو ننداریزې کروندو کې بزګرانو ته د شته ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په پار لازمې لارښوونې، میخانیکي او کیمیاوي لارې چارې او ترڅنګ  یې د ناروغیو د مدیریت او د کیمیاوي درملو زیانونه هم بزګرانو ته ښودل کېږي.
د نورستان ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي تر څو پر وخت د کرنې د پراختیا لپاره بزګرانو ته د ناروغیو او افتونو د کنټرول او د نباتي ناروغیو او افاتو د مخنیوي او دهغوی د کچې د ټیټولو په موخه فني مشورې او سپارښتنې وکړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS