هلمند کې د مېوو ۱۴۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي
![هلمند کې د مېوو ۱۴۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2021-01/whatsapp_image_2021-01-04_at_11.12.30_am_1.jpeg)
۱۵مرغومې۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال یې په یاد ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار بڼوالو ته ګڼ شمیر نوي بڼونه جوړ کړي دي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې«NHLP» په همکارۍ د مېوو ۱۴۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي، چې په دغو بڼونو کې د انګورو، زردالو، الوچې، پلم، شفتالو، انار، انځر او نارنجو بڼونه شامل دي.
د دغو جوړ شویو بڼونو تر څنګ بڼوالو ته روزنیزو پروګرامونه په لاره اچول شوي دي، د بڼوالۍ اړوند کرنیز توکي او کیمیاوي سرې هم وېشل شوي دي.
د هلمند د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې په یاد ولایت کې په مسلکي ډول د مېوو بڼونه جوړ او بڼوالو ته د عملي او نظري زده کړو زمینې په برابرولو سره وکولای شي یاد ولایت د مېوو له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې کړي.