۱۳۹۹یم مالي کال کې د کندهار د کرنې ریاست لاسته راوړنې

mail-admin
Sat, Jan 02 2021 4:41 PM
۱۳۹۹یم مالي کال کې د کندهار د کرنې ریاست لاسته راوړنې

۱۳مرغومې ۱۳۹۹
دکندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې یې ددې ولایت د بزګرانو، بڼوالو و مالدارانو د ملاتړ په پار دیاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یوشمېر اغېزناکې پروژې پلي کړي دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سیدحفیظ الله سیدي وایي، چې ۱۳۹۹یم مالي کال ددې ولایت د کرنې ریاست پراختیایي بودیجه ۴۹۷میلیونه او ۷۲۰زره او ۵۴۴ افغانۍ وه، چې له دې ډلې څه باندې ۹۰ سلنه یې د کرنې، بڼوالۍ، اوبولګولو، مالدارۍ او طبیعي سرچینو د پراختیا په پار لګول شوی دی.
د ښاغلي سیدي په خبره په دې ولایت کې د زعفرانو د ودې په پار د زعفرانو ننداریزې قطعې جوړول، د بېلابېلو کرنیزو توکو د عصري کرکېلي د ترویج په پار ننداریزې کروندې جوړول، پر بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، د نباتي ناروغیو کنټرول، د اوبو زېرمه کولو کچني بندونه جوړول، د حیواني خوراکي ورکړه، بېوزلو سره نغدې مرستې او د ناروغیو او افتونو د مخنیوي په پار له بزګرانو سره دوامداره همکارۍ هغه کړنې دي، چې ۹۹یم مالي کال کې ترسره شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د بڼوالۍ په برخه کې هم سږکال په دې ولایت کې یوشمېر کړنې ترسره شوي دي، چې په کې د نویو بڼونو جوړول، د یوشمېر بڼونو بیارغول او د بڼوالۍ په بېلابېلو برخو کې یوشمېر بڼوالو ته روزنه ورکول شامل دي.
ددې ترڅنګ په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت یوزرو ۱۲ پروژې هم پلي شوي دي، چې په کې د ممیزخونو او زېرمتونونو جوړول شامل دي.
په ورته وخت کې د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مالدارۍ د پراختیا په پار هم ۹۹یم مالي کال کې هلې ځلې کړي دي. دکندهار د کرنې رییس سیدحفیظ الله سیدي وایي، چې د کانګو تبي د مخنیوي په پار پراخ کمپاینونه پلي کول، د بروسلوز او یوشمېر نورو ناروغیو پر وړاندې د واکسینو کمپاینونه پلي کول، د مالدارنو د څارویو خوندي کولو په پار پر یوشمېر مالدارانو د څآرویو د ناروغیو درمل وېشل او مالدارانو ته روزنه ورکول هغه کړنې ديو چې د مالدارۍ په برخه کې ترسره شوي دي.
د دغه ریاست د ترسره شویو پراختیایي پراګرامونو څخه زرګونه نارینه او ښځینه کروندګر او مالداران برخمنې شوي دي، چې پدې سره په یاد ولایت کې کرنیز سکتور ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS