کندهار او هرات کې د اوربشو سږني حاصلات زیات شوي

mail-admin
Wed, Dec 23 2020 2:25 PM
کندهار او هرات کې د اوربشو سږني حاصلات زیات شوي

۳ مرغومې ۱۳۹۹
د کندهار او هرات ولایتونو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاستونو چارواکي وایي، چې سږ کال یې د اوربشو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د یادو ولایتونو د کرنې ادارې د چارواکو په خبره، په یادو ولایتونو کې سږکال د اوربشو کروندې او حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
اوربشې د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې کرل کیږي، چې کندهار او هرات یې تر ټولو لوی تولیدونکي ولایتونه ګڼل کیږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې ریاست د ۱۳۹۸ یم کال د مالوماتو له مخې د افغانستان په ۸۴ زره ۷۰ هکتاره ځمکه اوربشې کرل شوي وې، چې د تولید حاصلاتو کچه یې ۱۲۳ زره او ۵۷۶ ټنو ته رسېده، چې سږ کال دا شمیرې د بدلېدو په حال کې دي.
د کندهار او هرات د اوربشو د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لاملونه د اوربشو د کروندو زیاتوالی، پر وخت او ډېر اورښتونه او د اوربشو د بیو لوړېدل دي.
اوربشې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې ښه حاصل ورکوي، چې لوی تولیدونکي ولایتونه یې هرات، کندهار، سرپل، بدخشان او فاریاب دي، چې هر کال له یادو ولایتونو په زرګونه ټنه اوربشې راټولیږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS