سمنګان کې سږکال پر یوزر او ۱۵۰ مېرمنو د سبو تخمونه وېشل شوي دي
![سمنګان کې سږکال پر یوزر او ۱۵۰ مېرمنو د سبو تخمونه وېشل شوي دي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-12/128798847_3855297817828123_2289673404902303796_o_0.jpg)
۱۲ لیندۍ ۱۳۹۹
د سمنګانو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې سږکال ددې ولایت پر یوزر او ۱۵۰ کروندګرو مېرمنو د سبو تخمونه وېشل شوي دي.
په دغو وېشل شویو تخمونو کې د سبو ۱۵ بېلابېل تخمونه له ډلې دڼیا (ګشنیز)، پیاز، مرچ، مولۍ، تُرب، ګندنه، کدو، تراتیزک، بادرنګ او بنډۍ شامل دي، چې د سمنګان د ولایت په کچه د سبو د کرکېلي دودولو او دغه راز مېرمنو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په پار پر یادو کروندګرو مېرمنو وېشل شوي دي.