د هرات معیاري مسلخ ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

۴ لړم ۱۳۹۹
د هرات د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د معیاري مسلخ رغنیزې چارې ۹۸ سلنه بشپړ شوي دي، د دوی په خبره پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
یاد مسلخ چې په نړیوالو معیارونو او د پنځه میلیونه ډالرو په لګښت جوړیږي، په یوه وخت کې د ۱۰۰ غواوو او ۵۰۰ پسونو د حلالې او پروسس وړتیا لري.
ددې مسلخ رغنیزې چارې په ۱۰ جریبه ځمکه کې په ۲۰۱۱ام کال کې د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لاې پیل شوې وې، چې د څه وخت لپاره یې رغنیزې چارې وځنډول شوې، خو په وروستیو دوه-درېوو کلونو کې یې رغنیزې چارې په جدیت سره بیا پیل شوې. اوسمهال ددې مسلخ رغنیزې چارې په بشپړېدو دي.