د هرات صادروونکو او سوداګرو سره کتنه؛ د مسوولو بنسټونو په همغږی د کرنیزو محصولاتو د صادروونکو ستونزې هواریږي

content_admin
Mon, Oct 05 2020 3:42 PM
د هرات صادروونکو او سوداګرو سره کتنه؛  د مسوولو بنسټونو په همغږی د کرنیزو محصولاتو د صادروونکو ستونزې هواریږي

۱۴ تله ۱۳۹۹

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټرانوارالحق احدي، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له صادروونکو او سوداګرو سره وکتل.

په دې لیدنه کې صادروونکو او سوداګر خپلې ستونزې د کرنې وزارت له سرپرست سره شریک کړل.

د کرنیزو محصولاتو ساتنې په پار د سړوخونو کمۍ او د یادو محصولاتو د صادراتو په برخه کې خنډونه هغه ستونزې وې، چې د صادروونکو او سوداګرو له خوا پرې خبرې وشوې.

په دې لیدنه کې دکرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټرانوارالحق احدي د سوداګرۍ او صنایعو په وزارت کې د خپلو همکاریو مخینې ته کتو وویل، اوس چې هغه د کرنې وزارت مشرتابه پرغاړه لري هلې ځلې کوي، چې له سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو له صادروونکو سره ښه همکاري ولري.

ښاغلی احدي د هرات سوداګرو سره په دې لیدنه کې ژمنه وکړه، چې د وضعیت په ارزونې سره هلې ځلې کوي، ترڅو د سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو د صادروونکو ستونزې هوارې کړي.

باید وویل شي، چې دکرنې وزارت سرپرست هرات ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې څه باندې زر ممیزخونې، د کرنیزو محصولاتو د پروسس شپږ کرښې، د شېدې ټولولو پنځه مرکزونه او د اوبولګولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS