د هلمند نادعلي کې ۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابریږي

mail-admin
Thu, Aug 27 2020 9:17 PM
د هلمند نادعلي کې ۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابریږي
 
۶ وږی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د نادعلي ولسوالۍ ۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابروي.
دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د پروسس له لارې برابریږي.
دهلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې د نادعلي په ولسوالۍ کې ۵۰ بېوزله مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې روزل شوي دي، چې ډېر ژر به پر یادو مېرمنو د سبو او مېوو د پروسس اړونده توکي هم ووېشل شي، ترڅو دوی په خپلو کورونو کې په کار بوختې شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې ورڅخه پوره کړي.
کومې مېرمنې چې اوس په دې ولسوالۍ کې د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې د فعالیت زمینه ورته برابریږي، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.
دغه برنامه د کرنې ریاست اړوند د کورني اقتصاد پراختیا پروژې له لوري په لاره اچول شوې، چې تر ډېره بې وسه، ناداره او اړمنې کورنۍ پکي په پام کې نیول شوي دي.
باید وویل شي، چې موده مخکې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ کې هم ۳۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره شوې وه.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي. ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې، د سبو او مېوو د پروسس دودول، د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS