کرنې وزارت په هلمند کې ۳۰۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې
![کرنې وزارت په هلمند کې ۳۰۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-08/117316751_3512169412140967_5820133155196648111_o.jpg)
۲۰ زمری ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ ۳۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره کړې ده.
دغه مېرمنې ددې ولایت په مرکز او ناوې ولسوالۍ کې په کروندو کې په کار بوخت دي.
دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د کرکېلي په پار د کورنیو باغچو په جوړولو سره برابرې شوي دي.
کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د سبو او مېوو د کرکېلي په برخه کې فعالیت لري، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.
د هلمند د کرنې ریاست د بشري مرستو برابرولو خیریه موسسې په همکارۍ دغو مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو سره پر دوی د سبو لس ډوله تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشلي دي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي. ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.