هلمند کې د انارو او خټکیو له ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین پیل شو

content_admin
Tue, Jul 07 2020 12:59 PM
هلمند کې د انارو او خټکیو له ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین پیل شو
۱۷ چنګاښ ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د انارو او خټکیو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي په پار روزنیزې برنامې په لاره اچول شوي دي، ترڅو په دې ولایت کې د انارو او خټکیو د ناروغیو او افتونو مخه ونیول شي.
د یاد ریاست په خبره به دغه روزنیز پروګرام کې بڼوالو ته د «I.P.M» درمل جوړولو او تطبیق ترڅنګ د انارو د « Carob Moth.Melon Fly» ناروغیو د مخنیوي په هکله هم لازمې لارښوونې کیږي او ترڅنګ یې ګډونوالو ته د فراموني تلکونو د نصبولو لارې چارې هم وښودل شوې.
دغه روزنیزه برنامه د هلمند ولایت د کرنې ریاست له لورې، د خټکیو او انارو د ناروغیو او افتونو سره د مبارزې په موخه په لاره اچول کیږي.
باید وویل شي، چې په هلمند ولایت کې د ونو په ځانګړې توګه د انارو ونو او خټکیو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي په پار هلې ځلې روانې دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS