د خاوری څیړنی ریاست

mail-admin

سرلیک

خاوره د کرنې او ایکو سیسټم بنسټ جوړوي. خاوره مونږ ته خوراکي توکي، فایبر او د سون مواد چمتو کوي. خاوره د خوراکي توکو د تولید بنسټ، د بې شمېره ژوندیو موجوداتو د هستوګنې ځای او د کاربن او اوبو طبیعي زېرمه ګڼل کیږي.

په ملي پرمختیايي اجنډا کې خاوره د کرنې د ملي پراختیا د پلانولو لپاره د سر ټکی بلل کیږی. ولی په پرلپسې توګه د ځمکې څخه د شته خوراکی توکو (plant nutrients) د ویستلو له کبله خاوره د ویجاړتیا له بېلابېلو ډولونو سره مخ کیږی  پداسی حال کی چی تمه کیږی د ځمکې په هر واحد کې زیات خوراکي توکي تولید شي؛ ترڅو ډېرېدونکي نفوس ته خواړه چمتو کړي.

د خاورې په اړه معلومات اړین دي، ځکه له دې معلوماتو څخه د خاورې په اړه د پوهاوي په زیاتېدو او د خاورې د کیفیت د لوړېدو په برخه کې کار اخیستل کیدای شي ترڅو په دوامداره توګه د کرنیزو محصولاتو د تولید اړتیا پوره کړي. د خاورې د دوامدار مدیریت لپاره لومړني شرطونه د ساحوي سروې او دوامدارې څارنې له لارې د خاورې د معلوماتو راټولول دی.  له دې وروسته د خاورې د ځانګړتیاوو په اړه اړین معلومات باید په آسانه توګه په کارېدونکي ډېټابېس یا کتاب کې ترتیب او تنظیم شي؛ تر څو د اړتیا پر مهال ټولو ساینس پوهانو او پرېکړه کوونکو ته د لاسرسي وړ وي. دا ډول معلومات باید په پراخه توګه له ټولو جزئیاتو سره راټول شي؛ ترڅو د ځمکې د پوښښ، د خاورې د ډولونو، د خاورې د جوړښت، د اوبو ساتلو توان او نورو ډېرو اړوندو مسایلو په اړه معلومات ولري.

د خاورې په اړه غوره معلومات نه یواځې دا چې د نباتاتو د حاصلاتو په وړاندوینه کې مرسته کوي بلکه کرنیزو تولیداتو ته پایښت ورکوي؛ همدارنګه د اقلیمي بدلون په راکمولو او توافق، د ایکو سیسټم د خدمتونو په چمتو کولو، د ځمکې د بیا رغونې په ښه پلان جوړولو او داسې نورو ډېرو برخو کې هم مرسته کوي؛ تر څو د بیا رغونې پر چارو تر ټولو ډېر مثبت اغېز ولرلی شی.

د دې موخې لپاره د کرنی اوبو لگونی او مالداری وزارت د خاورو د څیړنی ریاست او د  ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په ګډه د افغانستان د خاورې معلوماتي سیسټم (AfSIS)  په نامه یوه پروژه پیل کړه؛ تر څو د خاورې په اړه منظم او په دوامداره توګه معلومات راټول، تحلیل او تجزیه کړی، په همدی شکل د معلوماتو د شریکولو له طریقه د خاورې د معلوماتو یو ملي سیسټم جوړ کړي. نوموړی پروژی خپلی چاری له ۱۳۹۶ کال  څخه پیل کړی، چی ددی پروژی او د خاوری څیړنی ریاست نورو لاسته راوړنو لنډیز په لاندی ډول یادونه شوی.

د کړنو او لاسته راوړنو دری کلن راپور

۱۳۹۶نه تر ۱۳۹۸ لمریز کال پوری

لاسته راوړنی:

۱. د خاورې د لابراتوارونو تجهیزول او د ظرفیتونو لوړول:

د ۱۳۹۶ څخه تر ۱۳۹۸ لمریز کال پوری د کرنی اوبه لګونی او مالداری وزارت او د ملی پوهنتونو په شمول اته د خاوری لابراتوارونه په بشپړ او جزوی ډول سمبال شویدی.

د خاورې دوه لابراتوارونه (د بلخ او کندهار کرنی ریاست خاورې لابراتوارونه)، کومو چې د خاورې تجزیی پکی ترسره کیدلی نشوای هم تجهیز شوي او د دوی تخنیکی کارمندان د لابراتوار په توزیع شویو توکو کې روزل شوي دی. دې کار هغوی ته دا وړتیا ورکړې چې د خاورې پی اچ ، مالګه، عضوي مواد، عضوي کاربن، کلسیم کاربونیټ،  دخاوری جوړښت، د خاوری کثافت، د نبات ډیری زیات مصرفه عناصر (ټول او موجود نایتروجن، فاسفورس، پوټاشیم، سلفر او کلسیم)، د تبادلې وړ سوډیم، د اوبو ساتلو توان او د کتیون تبادلې توان تحلیل او تجزیه کړی.

د خاورې نور شپږ لابراتوارونو کارمندان هم روزل شوي او د هغوی د اړتیاو او غوښتنو پر بنسټ تجهیزات چمتو شوي.  په چمتو شويو تجهیزاتو کې د خاورې لابراتواری تجزیی کیمیاوی مواد، شیشې لوښی لکه ( کونیکل فلاسک،ولیم میټریک فلاسک، بیکر، پټری ډش، د کیمیاوی مایع موادو اندازه کولو سلیینډرونه او نور نه مصرف کیدونکي توکي لکه سپیکٹرو فوټومیټر، فلیم فوټومیټر، جیلډال نایټروجن تجزیه کونکی ماشین او سنټری فیوج شامل وو ورکړل شوی دی. سربیره پردې، د اتو یادو لابراتورو کارمندانو ته د خاوری ساحوی سروې لپاره بشپړ وسایل هم توزیع شوی دی، او د دوی تخنیکي کارمندانو ته د سروی په اړه نظری او عملی زده کړی ورکول شوی دی تر څو په راتلونکی کی دوی وکولای شی په خپله په معیاری ډول د ځمکی ساحوی سروی ترسره کړی.

۲. د خاوری سروی:

د کرنی اوبو لګولو او مالداری وزارت د نهه ولایتونو په ۳۱ ولسوالیو کی د ۱۳۹۶ څخه تر اوسه د خاوری سروی ترسره کړی ده، چی لدی جملی ۲۶ ولسوالی د خاوری معلوماتی پروژی ترسره کولو په جریان کی او ۴ نوری ولسوالی په اوس وخت کی د خاوری څیړنی ریاست یواځی ترسره کړی.

د خاورې سروې د FAO خاورې د (2006) معیاري پروسیجر پراساس ترسره شوې. د خاوری سروې په جریان کې د پنځو سیمه ایزو پوهنتونونو تخنیکي کارمندان او د خاورې څلور لابراتوارونه روزل شوی دی .یاد روزل شوي کارمندان اوس کولی شي په بریالیتوب سره د ملي کچې راتلونکي سروې او تحلیلي پروژو کې برخه واخلي

دوهم انځور: د خاوری سروی د خاوری څیړنی تخنیکی کارمندانو په واسطه

نوموړی نهه ولایتونو د خاوری سروی، لابراتواری تجزیه او نقشی د شته کرنیز زونبدی په پام کی نیولو سره ټاکل شوی وو (نقشه ۱).

لمړی نقشه: د خاوری مطالعه شوی سیمی

پاته د نه وی چی د خاوری څیړنی ریاست په لنډ وخت کی د کرنی لپاره د خړوبولو اوبو کیفیت سروی هم پیل کړه چی په لمړی ځل د جدی ۱۳۹۸ کال کی د ننګرهار کانال اوبو کیفیت سروی ترسره شوه (دریم انځور).

دریم انځور: د ننګرهار د کانال اوبو کیفیت سروی

۳. لابراتواری تجزی او تحلیلونه  

د خاوری د سروی په جریان کی شاوخوا ۴۵۰۰ د خاوری نمونی راټولی شوی چی په لابراتوارونو کی په معیاری ډول د خاوری مختلف پارامترونه لکه د خاوری ذرات، حجمی کثافت، کاربن، عضوی مواد، کلسیم کاربونیت، پی اچ، مالګینتوب، د اوبو ساتلو توان، لږ لګښته او ډیر لګښته غذایی عناصر تجزیه شوی دی.

همدارنګه د ننګرهار ولایت د ۴ ولسوالیو ۳۰۰ د خاوری نمونی چی په لنډ وخت کی سروی شوی، لابراتواری تجزی یی په جریان کی دی چی په لنډه موده کی به یی تجزیی بشپړی شی (څلورم انځور).

 

څلورم انځور: د خاوری څیړنی په ریاست کی د خاوری لابراتواری تجزیه

۴. د خاوری نقشی:

د خاورې نقشې د خاوری سروې، لابراتواری تجزیو او تحلیل څخه لاسته راغلی معلومات وروسته د جغرافیوی معلوماتی سیستم (GIS) په پروګرام کی برابری شوی دی. د خاورې مختلف ډوله نقشې جوړی شوی لکه د خاورې د طبقه بندی نقشه، د خاورې فزیکي خواصو نقشی، د نباتاتو لپاره لږلګښته او ډیر لګښته غذایی عناصرو نقشی د ډیجیټل خاورې نقشه کولو (DSM)  کړنلارې په کارولو سره  ترسره شوی دی (McBratney et al., 2003) سربیره پردې په خاوره کی د کرنې بیلابیلو نباتاتو مناسب والي (Suitability) نقشې او د خاوری رژیدنی نقشی هم رامینځته شوي دي چی یوه نمونه یی په دوهمه نقشه کی لیدلی شی. نوموړی کړنی د چاپیریال ساتنې، طبیعي سرچینو او کرنې په مدیریت کې مثبت ونډه لري.

دوهمه نقشه: د تخار ولایت د خاوری ‌ډلبندی

۵. همغږی د علمی اداراتو سره:

د خاورې د څیړنی ریاست د خاوری معلوماتی پروژی په چوکاټ کی د پنځوملي پوهنتونونو (بلخ ، د کندهار تکنالوجی او کرنی ملی پوهنتون ANASTU، هرات، بامیان او خوست) سره په همغږۍ د خاورې سروې او لابراتوار تحلیلونه بشپړ کړي دی (پنځم انځور). دوی لابراتوارونو د خاورې مناسبې سروې او د لابراتوار تحلیلي تجهیزات او ریجنټونه ترلاسه کړي.

  پنځم انځور: د بامیان پوهنتون د خاوری ډیپارتمنټ استادانو په واسطه د خاوری سروی

 

۶. ترتیب شوی اسناد:

-   د افغانستان د خاوری کتلاک؛ چی د ۹ ولایاتو د ۲۶ ولسوالیو د معلوماتو څخه لاسته راغلی دی.

-   د افغانستان د خاوری اتلس؛ چی د ۹ ولایاتو د ۲۶ ولسوالیو د معلوماتو څخه لاسته راغلی دی.

-   د خاوری د معلوماتو ذخیره ګاه، او همدارنګه د خاوری سروی د خلاص معلوماتی کت له لاری.

-   د خاوری د سروی ساحوی نقشه.

-   د خاوری د ډولونو، د خاوری د خواصو، د خاوری د غذای موادو، د خاوری د کاربن، د خاوری رژیدنی (فرسایش)، د خاوری د حاصلخیزی نقشی ترتیب شوی دی، همدارنګه د نبات لپاره د خاوری مناسب والی نقشی چی د بیلابیلو نباتاتو لپاره دی ترتیب شوی دی.

۷. د خاوری ډیټابیس او معلوماتو تنظیم:

 د خاوری څیړنی ریاست او د خاوری معلوماتی پروژی په ګډه ټول هغه مطالعه شوی خاوری معلومات چی له ډیر پخوا د مختلفو پروژو یا اداراتو له خوا ترسره شوی وو او همدارنګه د نوموړی پروژی په جریان کی ترسره شول راټول، تنظیم او د خاوری په نوی جوړ شوی ډیټابیس کی ذخیره شول.

 ۸. خاوری اصلاح او حاصل خیزی په اړه څیړنی

د خاوری څیړنی ریاست د خاوری اصلاح او حاصل خیزی په موخه دری څیړنیزی تجربی په لار اچولی دی چی عبارت دی له:

  • د خاوری قلویت راټیټول د سلفر مختلفو اندازو استعمال په واسطه
  • د نایتروجن جذب اندازه معلومول په نبات کی د هستوی سرو (نایتروجن ۱۵) په واسطه
  • د کیمیاوی سرو مختلفو اندازو معلومول د رومیانو په بوټی باندی

همدارنګه د خاوری څیړنی ریاست په لنډ وخت کی د خاوری حاصلخیزی په موخه کمپوسټ (عضوی سره) جوړول پیل کړل.

اوم انځور: د خاوری حاصلخیزی او اصلاح په اړه تجربی او کمپوست جوړول