د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول

user-admin
Sat, May 16 2026 5:16 PM
د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبال او د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني د دغو رییسانو د پېژندنې په مراسمو کې وویل، چې هر حکومتي مسئولیت یو امانت دی او کارکوونکي باید د موجوده شرایطو په پام کې نیولو سره خلکو ته د خدمت او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د کمولو لپاره هڅې وکړي.
نوموړي د پخوانیو رییسانو له کړنو او خدمتونو مننه وکړه او هغوی ته یې په نوو مسئولیتونو کې د بریا هیله وکړه.
د دغو ګومارنو له مخې، مولوي عبدالغفور بخاري د دفتر رییس، ملا میرویس ذاکري د ترانسپورټ رییس، ملا محمدحسین خورشید د ځنګلونو د تنظیم رییس او مولوي غلام محمد حافظ احمد د اداري رییس په توګه وګومارل شول.
باید وویل شي، چې د ځنګلونو او اداري رییسان معرفي شوي او په رسمي ډول یې خپلې دندې پیل کړې دي، او دوه نور رییسان به له ولایتي سفرونوڅخه تر راستنېدو وروسته د اړوندو ریاستونو کارکوونکو ته ور وپېژدل شي.


چهار تن از روسای وزارت زراعت در بست‌های جدید تعیین شدند
۲۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
چهار تن از روسای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از بست‌های قبلی تبدیل و در مسئولیت‌های جدید تعیین و معرفی شدند.
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری و کفیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در مراسم معرفی این روسا گفت که هر مسئولیت حکومتی یک امانت است و کارمندان باید با درنظرداشت شرایط موجود برای خدمت به مردم و کاهش مشکلات دهاقین و مالداران تلاش کنند.
وی از کارکردهای روسای پیشین قدردانی کرده و برای آنان در مسئولیت‌های جدید آرزوی موفقیت کرد.
براساس این تعیینات، مولوی عبدالغفور بخاری به‌عنوان رئیس دفتر، ملا میرویس ذاکری به‌عنوان رئیس ترانسپورت، ملا محمدحسین خورشید به‌عنوان رئیس جنگلات و مولوی غلام محمد حافظ احمد به‌عنوان رئیس اداری تعیین شدند.
رئیس جنگلات و رئیس اداری معرفی شده و رسماً به کار آغاز کرده‌اند و دو رئیس دیگر پس از بازگشت از سفرهای ولایتی معرفی خواهند شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS